د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: له بایو مټريک پرته رأیې هم د اعتبار وړ دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له بایو مټریک او بارکوډ پرته رأیې به هم وشمېرل شي.

د دغه کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل، هغه رأيې چې د رأی ورکوونکو د نوم‌لړ سره مطابقت ولري د اعتبار وړ دي.

ښاغلی هاشمي وايي، په دې برخه کې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ شته ستونزې هوارې شوي او د دواړو کمېسیونونو د ګډې هوکړې له مخې پرته له بایو مټریک رأيې د اعتبار وړ ګڼل شوي دي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ستونزې چې زموږ کارونه‌يې لږ ټکني کړي او له خنډ سره‌یې مخ کړي و، هغه ته موږ د حل لاره پیدا کړه او هغه موارد چې په‌کې تر يو بریده سوء تفاهم و، هغه هم روښانه شول چې نن‌یې د اعلاميې په ترڅ کې تاسو ته لولو."

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وویل، هغه رأیې چې د کمېسیون سره د رأی ورکوونکو په ثبت شوي نوم‌لړ کې شامل نه‌وي د اعتبار وړ نه‌دي.

د دې اعلاميې په يوه بله ماده کې ویل شوي، هغه رأيې چې د رأی ورکوونکو د نوم‌لړ له مخې پرته له بایو مټریکه کارول شوي، هغه مهال د اعتبار وړ ګڼل کېږي چې د رأی ورکونې د محل د رئیس، ناظرینو او مشاهدینو له‌خوا د طرزالعمل سره سم تصدیق شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړی و چې له بایو مټریک پرته رأیې ورته په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌دي او باید ونه‌شمېرل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د دواړو انتخاباتي کمېسیونو ترمنځ ګډ تفاهم او شوې پرېکړه ستايي او له دواړو کمېسیونونو غواړي چې د خلکو رأیو ته پوره درناوی وکړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

​ښاغلي رشید زیاته کړه:

"د شکایاتو کمېسیون دنده دا ده چې عدالت باید تأمین کړي، يوه پاکه رأيه باید خوندي وي او میلیون رأیې چې ناحقه وي باید باطل شي، نو دا ډېر پر ځای او عملي اقدام دی چې دواړه کمېسیونونه سره يوځای شوي دي."

ښاغلی رشید وايي، دا چې د انتخاباتو په ورځ بایو مټریک سیستم کې ستونزه وه او یا هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي یې په کارونې نه‌پوهېدل دا د خلکو ستونزه نه‌ده، نو باید هغه رأیې چې له بایو مټریک پرته د نوم‌لړ له مخې کارول شوي باید د اعتبار وړ وګڼل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG