د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

د امریکا له خوا نیول شوې وسلې رښتیا هم ایران د یمن حوثي یاغیانو ته لېږلې ؟


ملګروملتونو په دې اړه څېړنې پیل کړي چې ایا هغه وسلې چې د امریکا سمندري ځواکونو په خلیج کې موندلې دي، ایران یمن ته استولې که نه؟

امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو مفتشانو ته بلنه ورکړه چې معلومه کړي چې ایا د متحدایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا په خلیج کې موندل شوې وسلې به د یمن حوثي یاغیانو ته د ایران له خوا د قاچاقي وسلو د استولو شواهد په لاس ورکړي که نه؟

د ملګروملتونو څېړونکو په دې لړ کې د هغو څه باندې ۲۵۰۰ کلاشينکوفونو او د وسلو د نورو ډولونو معاینه پیل کړې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د یمن سواحلو ته نېږدې موندلې دي.

د دوی د څېړنو هدف د دې حقیقت روښانه کول دي چې ایا دا وسلې له ایران څخه استول شوي، که له سومالیا؟

په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان ادميرال سکاټ سټرني پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل چې د عدن په خلیج او د یمن په اوبو کې د وسلو د قاچاق یو ډېر لوی دهلېز شته.

سټرني په دې اړه چې ایا دا وسلې ایران یمن ته استولې، له څه ویلو ډډه وکړه، خو هغه تأیید کړه چې د دې وسلو د تفتیش لپاره د ملګروملتونو مؤظف څېړونکي د ایران، یمن او سومالیا د وسلو متخصصان دي.

ملګروملتونو په وار وار تور لګولی چې ایران له غیرقانوني لارو یمن ته د وسلو په استولو سره حوثي یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو د بندیز له پرېکړه لیک څخه سرغړونه کوي، خو له دې سره سره د امریکا سمندري ځواکونه چې د یمن په شااوخوا اوبو کې ګزمې کوي، حوثیانو ته د وسلو د قاچاق یوازې د ګوتو په شمار موارد موندلي دي.

په دې لړ کې وروستی مورد د اګست په وروستیو کې د وسلو د یوې زېرمې موندل و چې د ملګرو ملتونو مفتشان یې اوس لیدو ته ورغلي دي.

د وسلو دا لویه بسته د امریکا سمندري ځواکونو په خلیج کې د ګزمې پرمهال وموندله.

د امریکا د سمندري ځواکونو چارواکي وايي، دا وسلې یې د یمن د سواحلو په ۷۰ کیلومترۍ کې له یوې کښتۍ څخه یوې بلې کوچنۍ کښتۍ د ښکته کولو پرمهال ولیدلې.

دوی زیاتوي چې سرتېرو دا کښتۍ ودروله او د هغې له عملې سره تر خبرو وروسته ورته معلومه شوه چې د وسلو قاچاقبران دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان وویل چې دا وسلې په پلاستیک کې تاو او په شنو بوجیو کې ځای پرځای شوې وې.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه بل افسر ویلي، ډېر احتمال شته چې دا وسلې به له ایران څخه نه، بلکې له سومالیا یمن ته قاچاق کېدلې، خو دا افسر زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د څارونکو له پلټنو وروسته به وروستۍ نتیجه معلومه شي.

XS
SM
MD
LG