د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي، له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې...

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د کندهار د انتخاباتو د کمېسیون مشر نعمت الله وردګ پرون ازادي راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

ده وویل:

"رأیې ورکوونکي به د سهار په ۷ بجو د رأیې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي، د مازیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو، خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي، زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.

د کندهار د ټاکنو د کمېسيون ريس نعمت الله وردګ سره د ازادي رادیو ځانګړې مرکه.

د کندهار عينو مينه، په سيد جماالدين افغان لېسه کې د رأيې ورکولو بهير

د کندهار په ډېرو مرکزونو کې په اته نیمو بجو د رأيي ورکولو بهير پيل شو

په کندهار کې د ولسې جرګې د ټاکنو بهير تر پنځو بجو پوري دوام کوي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG