د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۴

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي، له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې...

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د کندهار د انتخاباتو د کمېسیون مشر نعمت الله وردګ پرون ازادي راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

ده وویل:

"رأیې ورکوونکي به د سهار په ۷ بجو د رأیې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي، د مازیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو، خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي، زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.

کندهار کې د ښځو د رايي ورکولو يو مرکز.

نن شنبه په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي.

په کندهار کي د دغو ټاکنو په بهیر کې د ګډوډیو په هکله په دغه ولایت کې د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د ټاکنو د ځایي کمېسیون له رئیس نعمت الله وردګ سره لنډه مرکه کړې او د ټاکنو پر وضعیت غږېدلی دی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک

په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخيسته
محمد صادق رښتینی د رأیې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی.
ايډېټ:تمیم اخګر

کندهار، ښځې او د رأیې ورکونې پروسه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات روان دي چې د مازيګر تر څلورو بجو به دوام کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو پر شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته برابر شوي دي.

د رأيو ورکولو مرکزونه چې په پام کې وه د سهار پر ٧ پيل شي، په ځينو ځايونو کې په ځنډ پرانيستل شول.

په کندهار کې ١١٢ کسانو ځانونه کانديد کړي چې ١١ کسان به يې ولسي جرګې ته لار پيدا کوي.

له غزني او کندهار پرته په نورو ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېره شنبه وشول.

په کندهار کې دغه انتخابات وروسته له هغې يوه اوونۍ وځنډول شول چې د کندهار امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس په يوه حمله کې ووژل شول او والي ټپي شو.

صالح محمد صالح په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر له وياند ميرزا محمد حقپرست څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې په کندهار کې ولې د انتخاباتو په پروسه کې هغه تېروتنې چې د ميزان پر ٢٨مه شوې وې، بيا تکرار شوې؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG