د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۹

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي، له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې...

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د کندهار د انتخاباتو د کمېسیون مشر نعمت الله وردګ پرون ازادي راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

ده وویل:

"رأیې ورکوونکي به د سهار په ۷ بجو د رأیې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي، د مازیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو، خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي، زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.

د افغانستان حکومت وايي، د کندهار خلکو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون له لارې، وسله والو طالبانو ته کلک ځواب ورکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون بې ساری و او دا بهیر منظم او په امن کې سرته ورسېد.

شاه حسین مرتضويوویل:

"د افغانستان خلکو یو وار بیا د قانون د حاکمیت ټینګولو، د ډموکراسۍ او ولسواکۍ ټینګولو لپاره خپل تعهد څرګند کړ."

له نېش او معروف ولسوالیو پرته په نور کندهار کې پرون د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.

د اکټوبر په ۱۹مه په کندهار کې په وسله واله حمله کې د هغه ولایت امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس ووژل شول او والي سخت زخمي شو.

له دې امله پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې انتخابات یوه اوونۍ وځنډول شي.

په کندهار کې د ولسې جرګې د ټاکنو بهير پای ته ورسېد.
د کندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب، د ټاکنو د کمېسيون رئيس نعمت الله وردګ او د امنيت د امر رحمت الله اطرافي ګډ مطبوعاتي کنفرانس.

د کندهار په انتخاباتو کې له تمې خلاف د ښځو پراخ ګډون

د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، د کندهار په رأیې اچونه کې د ښځو ګډون له تصور لوړ و.

ویډیو: محمد صادق رښتینی

اېډېټ: تمیم اخګر

د کندهار په انتخاباتو کې له تمې خلاف د ښځو پراخ ګډون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

په کندهار کې د ولسې جرګې د ټاکنو بهير تر پنځو بجو پوري دوام کوي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG