د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

ټاکنو کمېسیون: د ۶ ولایتونو حساس مواد او د رأیو پایلې کابل ته را رسېدلي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ۶ ولایتونو حساس مواد او د رایو نتایج کابل ته انتقال شوي او د کمېسیون ډیټابیس ته د موادو د واردولو پروسه نن پیلېږي.

دغه کمېسیون ټينګار کوي چې د پروسې شفافیت په اړه خلکو ته ځواب ورکوونکی دی.

د ولسي جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، کابل، پنجشیر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې حساس مواد او د رأیو نتایج یې کابل ته انتقال شوي دي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ورځې تر پایه به د یو شمېر نورو ولایتونو د رأیو نتایج هم کابل ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ همکاران د انتخاباتي موادو د راټولولو په حال کې دي، نن جمعه به موږ ته یو شمېر مواد او نتایج راورسېږي،تر راتلونکو ورځو پورې به دا لړۍ بشپړه شي، له هغه وروسته به ټول مواد سکن او سیسټم ته ور داخل شي، څو وتوانېږو چې تورې او سپینې رأی سره بیلې کړو."

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د راتلونکي لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تازه وايي چې ستونزو ته په کتو ممکن دغه پایلې په خپل وخت اعلان نه ‌شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نتیجې به ممکن په لږ ځند اعلان شي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه ورځې وړاندې رأيې شمېرنه پیل کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأيې شمېرنه به شفاف او په جدي ډول ترسره شي.

د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد ویلي چې هڅه کوي تورې او سپینې رأیې سره بیلې کړي.

د ولسي جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.

د انتخاباتو د څار ځینې بنسټونه بیا وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و، خو د انتخاباتو په ورځ ولیدل شول چې ډېرې دغه ژمنې عملي نه‌ شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ډېر باوري نه‌دی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به دغه پروسه سمه ترسره کړي وي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"د حساسو موادو د خوندیتوب په اړه بې غوري شوې ده او ممکن دا د حساب ورکونې په برخه کې ستونزې رامنځته کړي، که دا بهیر په ځنډ مخ ته ځي زموږ اندېښنه دا ده چې کمېسیون به خپل ټول حساس مواد ترلاسه نه‌کړي او که له دې امله نتایج په ځنډ اعلانېږي دا به په ولسمشریزو ټاکنو مستقیمې اغېزې ولري."

نوموړي همدارنګه وویل چې د حساسو موادو د انتقال پر مهال باید له پوره دقته کار واخېستل شي څو دغه مواد په خوندي توګه مرکز ته ورسېږي.

ښاغلی رشید وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې باید د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه اعلان شي ،که نه په دې پروسې به د خلکو باور له منځه ولاړ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG