که څه هم سعودي عربستان پاکستان ته د ۶ میلیارده ډالرو په ورکولو موافقه کړې ده، خو اسلاماباد بیا هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د قرض اخیستلو په لټه کې دی.
د پاکستان ماليې وزارت وايي، د راتلونکي نومبر میاشتې په لومړنۍ اوونۍ کې به د پیسو له نړیوال صندوق یا «ای. اېم. ایف» سره د پور په اړه خبرې پیل کړي.
سره له دې چې سعودي عربستان د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې له روان مالي او اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره به اسلاماباد ته ۶ میلیارده ډالر ورکړي، خو پاکستان بیا هم له نړیوال وجهي صندوق څخه د پور اخیستلو په لټه کې دی.
د سعودي عربستان د مالي مرستې تر اعلان سمدستي وروسته د لومړي ځل لپاره د پاکستان د اسهامو مارکېټونه ۳،۳ په سلو کې لوړ شول.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په روانه اوونۍ کې وویل، د پیسو له نړیوال صندوقه او دوستو هېوادونو څخه به چې چین او سعودي عربستان ته اشاره بلل کېږي، مالي مرسته وغواړي.
نوموړی وايي:
"موږ له «ای. اېم. اېف» او له دوستو حکومتونو سره خبرې کوو چې د دې سختې مرحلې څخه د وتلو لپاره له هغوی څخه پورونه ترلاسه کړو."
ټاکل شوې ده چې عمران خان د نومبر میاشتې په لومړیو کې چین ته سفر وکړي او له پیکېنګ څخه به وغواړي چې د روان مالي وضعیت او اقتصادي بحران څخه په وتلو کې له پاکستان سره مالي مرسته وکړي.
پاکستاني مقامات وايي، د سعودي عربستان د ۶ میلیارده ډالرو مرسته به روان اقتصادي وضعیت یو څه ښه کړي او د پیسو له نړیوال صندوقه به د غوښتونکي پور اندازه هم کمه کړي.
د پاکستان اقتصاد د صادراتو او وارداتو ترمنځ د لوی توپیر، خلا او د لګښتونو او عایداتو ترمنځ د انډول د نهموجودیت له امله له سخت مالي او اقتصادي بحران سره مخ دی.