د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

سرور دانش: انتخاباتي کمېسیونونه دې ثبت شوي شکایتونه او سرغړونې وڅېړي


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي چې له شته ګواښونو او ستونزو سره سره افغانانو په مېړانې او هوښیارۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د نظام او ولسواکۍ د پياوړتیا لپاره‌یې رأیې ورکړې.

سرور دانش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۱» په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د انتخاباتو په جریان کې سرغړونې موجودې وې او انتخاباتي کمېسیونونه مکلف دي چې اصولي ثبت شویو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو په جریان کې زیاتې سرغړونې شوي، تمه لرم چې سیاسي ګوندونه، مدني ټولڼې، کاندیدان، ناظرین او د افغانستان ټول خلک، خپل شکایتونه په اصولي ترتیب اړوندو مسؤل مراجع ته وسپاري او انتخاباتي کمېسیونونه مکلف دي چې د خلکو رأیې خوندي کړي او د خلکو شکایتونو، او انتخاباتي سرغړونو ته رسېدنه وکړي."

سرور دانش
سرور دانش

ښاغلي دانش وویل چې په لومړي ځل په افغانستان کې انتخابات د افغان ملکي او امنیتي ادارو په مدیریت او رهبرۍ ترسره شول.

د ولسمشر دوهم مرستیال دا هم وویل چې ځیني کړیو تبلیغات کول چې د ملي وحدت حکومت نه‌شي کولای انتخابات ترسره کړي، خو حکومت په دې برخه کې خپله کړې ژمنه عملي کړه.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د انتخاباتو په کمزوري مدیریت انتقاد کوي وايي، کوم کارکوونکي چې په دې برخه کې په ناغېړۍ تورن دي باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

فضل‌الهادي مسلیمار د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون وستایه، خو ټینګار یې وکړ چې په انتخاباتو کې درغلۍ کوونکي کسان باید معاف نه‌شي.

د افغانستان ولسي جرګې هم تېره ورځ د شکایتونو د څېړلو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني او کندهار ولایتونو پرته له ټولو ګواښونو او ستونزو سره سره بیا هم شااوخوا څلور میلیونه افغانانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په یو شمېر مرکزونو کې ستونزې مني او د څېړلو بشپړ ډاډ یې ورکوي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو په جریان کې به ټول موارد به څېړل کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"داسې اندېښنې شته چې په یو شمېر مرکزونو کې درغلۍ شوي او ځینو زورواکو انتخاباتي کارکوونکي تر فشار لاندې راوستي او په زور یې صندوقونه ډک کړي، دا ټول موادر به څېړل کېږي حق به حقدار ته سپارل کېږي او د ټولو هېوادوالو ستونزو او اندېښنو ته به رسیدنه کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون ویلي و چې له دوی سره شااو خوا شپږ زره انتخاباتي شکایتونه چې ډېری یې انتخاباتي سرغړونې دي ثبت شوي او رسېدنه به ورته وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG