د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

په بلخ کې د ټاکنو بهیر له ځنډ او د وسله والو له حملو سره پیل شو


په بلخ ولایت کې د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو بهیر له یوه ساعت ځند او په پنځو ولسوالیو کې د نا امنۍ له زیاتوالي او پر ټاکنیزو مرکزونو د طالب وسله والو په حملو سره پیل شو.

د مزارشریف اوسېدونکي د رأیې ورکونې په مرکزونو کې د رأیې پاڼو له کموالي شکایت کوي او همدا راز وايي چې یو شمېر مرکزونو ته د رأیې ورکوونکو د ثبت نام لېست نه دی رسېدلی او یا هم په اشتباهي توګه نورو مرکزونو ته استول شوی چې د رأیې ورکونې بهیر یې له ځنډ سره مل کړی دی.

د مزار شریف د سلطان راضیې انتخاباتي مرکز کې دوو تنو رأیې ورکونو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زما نوم قیام الدین دی، په مزارشریف کې د رأیې ورکونې پروسه له یوه ساعت ځنډ سره پیل شوه، په ګن شمېر مراکزو کې د رأیې ورکوونکو د ثبت نام لېستونه نه دي موجود او یا هم په اشتباهي توګه نورو مرکزونو ته استول شوي دي چې د ټاکنو بهیر ځنډوي."

"زما نوم صمیم دی، د بلخ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له هغې جملې په چهاربولک ولسوالۍ کې د رأیې اچونې پر مرکزونو طالبانو وسله والې حملې کړي او لا هم پر دې مرکزونو د ټوپکو ډزې دوام لري، په چمتال کې هم پر یوه مرکز د ماین چاودنه وشوه."

په بلخ کې د پارلماني ټاکنو یو شمېر نوماندان شکایت کوي چې دې ولایت کې محلي زورواکو او با نفوذه کسانو په دستوري توګه نا امني رامنځته کړې او غواړي چې د ټاکنو بهیر د خپلې خوښې کاندید په ګټه ختم کړي.

له بلخ څخه ولسي جرګې ته نوماند ګل الرحمن همدرد یې په اړه وايي:

"په پښتون مېشتو سیمو کې د انتخاباتو په ورځ نا امنۍ رامنځته شوې، په دغو نا امنیو کې محلي زورواکي خاصتاً د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور لاس لري."

د یادونې وړ ده چې په دې اړه ښاغلي نور څه ونه ویل، خو د بلخ والي اسحاق رهګذر د دستوري نا امنيو رامنځته کېدل ردوي او وايي چې امنیتي ځواکونه به هېڅ چاته د ټاکنو بهیر د اخلال اجازه ورنه کړي.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ د رأیې اچونې په یو شمېر مرکزونو وسله والې حملې کړې دي او د مخالفینو یادو تحرکاتو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون مخه نه ده ډب کړې.

ښاغلي قادري وویل:

"طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په څو مرکزونو ډزې پیل کړې دي، خو یادو نا امنیو د خلکو مخه نه ده ډب کړې او لا هم خلک په یادو مرکزونو کې د خپلې خوښې کاندید ته رأيې کاروي."

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس چې له ۳۱۵ مرکزونو څخه یوازې په ۲۸۰ مرکزونو کې رأیې ورکوونکو ته سټیکرونه ورکړل شوي، خو د نا امنۍ له امله یوازې په ۲۵۸ مرکزونو کې به خلک رأیې کاروي او پاتې ۲۲ مرکزونه مسدود شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG