د امریکا د ټولو قواوو لوي درستیز، جنرال جوزف دانفورډ ویلي چې سره له دې چې غربي هیوادونو او واشګټن ډېر پام د چین، روسیې او ایران له لوري زیاتېدونکي تهدید ته اړولی، د افراطي ډلو له لوري ګواښ له منځه نه دی تللی.
جنرال دانفورډ پرون، سې شنبه د اکټوبر۱۶مه، د نړۍ د ۸۰ هېوادونو د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې په واشنګټن کې دا وینا کړې ده.
جوزف دانفورډ په ځانګړي ډول د القاعده او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د نړیوالو ډېر تمرکز پرهغو تهدیدونو دی چې د چین، ایران او روسیې له لوري ممکن دي خو پر دې ډلو د پوځي فشار کمېدل به که په هره بڼه وي هغوي ته موقع ورکړي چې ځانونه سم او منظم کړي.
دانفورډ اشاره کړې چې په افغانستان، عراق او سوریه کې د دې ډلو د نفوذ له محدودېدو سره په غربي هېوادونو کې تروریستي حملې هم کمې شوې دي.
خو ویلي یې دي چې هغه سیاسي او ټولنیز شرایط چې له دې ډلو سره یې د وسله والو د یو ځای کېدو زمینه برابروله لا نه دي بدل شوي او هغوی که څه هم د جګړې په ډګر کې ماتې شوې، له انټرنټ او تکنالوژۍ څخه کار اخلي اوله لرې ځایه له خپلو موقعیتونو د حملو د تنظیم لپاره کار اخلي.
جنرال ډانفورډ ویلي چې هغه سیاسي او ټولنیز شرایط باید تغیر وکړي چې داسې افراطي ډلې لکه القاعده او داعش د وګړو د جلب او جذب او د حملو د تنظیم لپاره استفاده ورڅخه کوي.
د امریکا دې لوړ رتبه جنرال ویلي چې د هغو بنیادي شرایطو د بدلولو لپاره چې افراطيت ته یې لاره هواره کړې، ډېر کم کار شوی دی.
د هغه په وینا، حکومتونه باید په خپلو کې د همکارۍ له لارې پوځي، استخباراتي او د قانون د حاکمیت فعالیتونه پیاوړي کړي او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره له همکارۍ کار واخلي.
په څنګ کې یې باید سایبرسپېس یا انټرنټ ته د تروریستانو لاس بند کړي څو هغوی د وسله والو د استخدام او د حملو د تنظیم او ترسره کولو لپاره کار ورڅخه وا نه خلي.
جوزف ډانفورډ په واشنګټن کې کنفرانس ته وویل چې هغه هېوادونه چې اتباع یې د داعش یا القاعده په ملاتړ په جګړه کې نیول شوي، باید هغوی ومني او په دې برخه کې له امریکا سره مرسته وکړي.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوي درستیز د بېلګې په ډول وویل چې د ۴۰ هېوادونو تقریباً ۷۰۰ بندیان چې پخوا د داعش په لیکوکې جنګېدل، په سوریه کې د امریکا متحدو ځواکونو نیولي چې باید خپلو هېوادونو کې ومنل شي.
ډانفورډ وویل چې داسې کسان په راتلونکي کې په خطر بدلېدلای شي او د هغوی اصلي هېوادونو ته باید وسپارل شي.
د ډانفورډ په وینا، ډېرو کمو هېوادونو خپل داسې وګړي بېرته منلي دي.
د امریکا د ټولو قواوو لوي درستیز په واشنګټن کې په پروني کنفرانس کې چې د ډېرو هېوادونو دفاع وزیران ورغلي و، وویل چې هېڅ هېواد هم په دې اړه د همکارۍ تعهد نه دی ورسره کړی.