د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

زلمي خلیل‌زاد د افغان سولې لپاره له مهمو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي


ارشیف
ارشیف

په اسلام‎اباد کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت نن چهارشنبه د اکټوبر ۱۰مه، پاکستان ته د زلمي خلیل‌زاد د سفر د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد له مهمو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یوه میاشت مخکې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د خپل حکومت ځانګړی استازی وټاکه.

د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، دا پاکستان ته د زلمي خلیل‌زاد لومړی رسمي سفر دی.

په اسلام‎اباد کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې زلمي خلیل‌زاد د پاکستان د حکومت له مهمو چارواکو سره پر دې چې په افغانستان کې د بحران د حل لپاره سیاسي جوړجاړی څرنګه کېدلای شي، خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې زلمي خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د پاکستان د باثباته راتلونکې لپاره په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي له لارې د سولې ټینګېدل مهم کار دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد پرون له کابله اسلام‌اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر ټویټر لیکلي چې خلیل‌زاد په اسلام‎اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د هغه له مرستیالې، تهمینه جنجوعه سره کتلي دي.

پاکستاني رسنیو تر دې وړاندې داسې اټکل کاوه چې خلیل‌زاد به د پاکستان د پوځ له مشرتابه سره هم ګوري، خو تر اوسه په‎دې اړه معلومات نه‌شته چې هغه له پوځي چارواکو سره کتلي که نه؟

د پاکستاني رسنیو په حواله، شاه محمود قریشي خلیل‌زاد ته ډاډ ورکړی چې "په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي او دواړو خواو پر دې مسئله د همکارۍ ژمنه کړې ده."

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

شاه محمود قریشي ویلي:

"پاکستان به د افغانستان د لانجې د سیاسي حل موندلو لپاره په هڅو کې د خپل رول ادا کولو ته دوام ورکړي."

خو په پاکستان کې یو شمېر سیاسي کتونکي په‎دې اړه له احتیاط سره خوشبیني څرګندوي.

په اسلام‎اباد کې پخوانی ډیپلومات ایاز وزیر وايي، د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د عدم امنیت او اعتماد له شته‎والي سره، داسې همکاري ګرانه ده.

ایاز وزیر زیاته کړه:

"د پاکستان څخه د افغانستان توقع ده چې طالبانو ته دې ځای نه‌ورکوي یا د طالبانو مشران دې وباسي او پاکستان له افغانستان دا توقع لري چې خاوره به‌یې د پاکستان پر ضد نه‌استعمالېږي. د دې دوو مسئلو حل چې وموندل شي نور بل جنګ نه سره لرو. دا دوه ډېرې غټې خبرې دي."

ایاز وزیر
ایاز وزیر

د یو شمېر نورو سیاسي کتونکو په باور، افغانستان په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې انتخابات لري او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د واکمنۍ تر پای ته رسېدو هم کم وخت پاتې دی، نو خلیل‌زاد ښايي وغواړي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره دې عملي پرمختګ ژر وشي.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت په وینا، زلمی خلیل‌زاد له پاکستانه د سعودي عربستان پلازمېنې، ریاض ته روان دی.

هغه به متحده عربي اماراتو او قطر ته هم ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۳مه په یوه بیان کې وویل چې د خلیل‌زاد هڅې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې سره همکارۍ ته د امریکا تعهد څرګندوي.

XS
SM
MD
LG