د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

پر کاندیدانو د حملو په اړه د انتخاباتي بنسټونو اندېښنې!


صالح محمد خان اڅکزی تېره ورځ په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو
صالح محمد خان اڅکزی تېره ورځ په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي لاهم د دغې پروسې د امنیت په اړه جدي اندېښنې مطرح کېږي.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ تازه په هلمند کې د یوه نوماند وژنې ته په اشارې سره وايي چې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې جدي ستونزو دوی اندېښمن کړي دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل:

"وروستۍ پېښې دا موضوع روښانه کوي چې د نوماندانو د خوندیتوب لپاره منظمې امنیتي برنامې نه‌دي جوړې شوي او یا هم د نوماندانو او امنیتي بنسټونو ترمنځ لازمه همغږي نه‌شته، دغه تشه کولای شي چې د انتخاباتو په پروسې بد اغېز وکړي او خلک په انتخاباتو کې له ګډونه راوګرځوي."

یوسف رشید
یوسف رشید

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ په هلمند کې د ولسي جرګې لپاره د نوماند صالح محمد اڅکزي پر کمپایني غونډه د برید له کبله په خپله د اڅکزي په ګډون ۹ تنه ووژل شول.

تر دې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ولسي جرګې اته نوماندان د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو خبرداری ورکړ چې د میزان پر ۲۸مه به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ، پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

وسله‌والو طالبانو ویلي، ملکي خلکو ته به د زیان د رسېدو مخه ونیسي، خو هغه کسان به په نښه کړي چې د دغو انتخاباتو کامیابولو او د امنیت خوندیتوب ته هڅې کوي.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو او نوماندانو د امنیت د خوندیتوب په اړه د ځانګړو پراګرمونو د عملي کېدو ژمنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په ټول افغانستان کې پولیسو د نوماندانو د خوندیتوب جدي سپارښتنه شوې ده.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"په ټول افغانستان کې پولیسو ته وظیفه ورکړل شوې چې په ټول توان د نوماندانو او د دوی د کمپایني غونډو امنیت تأمین کړي، له نوماندانو هم غوښتنه کوو چې د خپلو غونډو په اړه دې موږ په جریان کې پرېږدي."

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم وايي، دفاع وزارت د انتخاباتو د امنیت لپاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دفاع وزارت ټولو ولایتونو ته د هوا له لارې حساس ټاکنیز مواد انتقال کړل او موږ به د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړو."

افغان سرتېري
افغان سرتېري

که څه هم امنیتي بنسټونه د انتخاباتو او نوماندانو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکوي، خو ځیني پوځي کارپوهان د انتخاباتو په تړاو د طالبانو وروستي ګواښ او نا امنیو ته په اشارې سره دغه بهیر له ننګونو سره مخامخ بولي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، افغانان باید له خپلو امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ د انتخاباتو پروسه چې یوه ملي پروسه ده بریالۍ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG