د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د کورنیو چارو وزارت: د عزیز اریايي پر کور د بمي حملې د عاملینو د نیولو څېړنه کوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس پر کور د بمي حملې د عاملینو د نیولو څېړنه پيلوي او د پېښې عاملین به ونیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس پر کور د شپې بمي حمله څېړي، تر څو معلومه شي چې د دغې پېښې تر شا د چا لاس دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، د دغو پلټنو په پایله کې به معلومه شي چې د عزیز اریايي په کور د حملې هدف څه و.

نجیب دانش
نجیب دانش

دی زیاتوي:

"هغه پېښه چې د اریايي صاحب د کور په وړاندې شوې، په خپل وخت پولیس سیمې ته رسېدلي او پېښه‌یې څېړلې، له نېکه مرغه په پېښه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی، خو کم مالي زیان‌یې اړولی چې ښکاري هم نه، موږ هڅه کوو چې د دغې پېښې عاملین ونیسو."

له دې یوه ورځ وړاندې د مشرانو جرګې رئیس او یو شمېر سناتورانو د انتخاباتي کمېسیونونو په کارکوونکو او د ولسي جرګې په کاندیدانو حمله په ولسواکۍ حمله بللې وه او په دې اړه‌یې خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

تېره شپه شااوخوا دوه بجې نامعلومه کسانو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس عزیز اریايي پر کور لاسي بم غورځولی، دغه پېښه د کورنیو چارو وزارت هم تأییدوي.

د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کمېسیون د کارکوونکو په وړاندې ګواښونو اندېښمنه کړې او داسې راپورونه هم شته چې ګنې دغه ګواښونه دې د هغو یو شمېر کاندیدانو له لوري شوي وي چې کمېسیونونو یې په بېلابېلو عواملو نومونه له وروستي لېسته حذف کړي دي.

بل‌خوا په انتحاري او یا هم د وسله‌والو کسانو له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو کارکوونکي او همدا شان د ولسي جرګې کاندیدان په نښه کول هغه اندېښنې دي چې د انتخاباتو د څار بنسټونو هم مطرح کړي دي.

له دې ټولو سره په خوا کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې د کمېسیونونو د کارکوونکو او یا د کاندیدانو په نښه کول ښکاره کوي چې په کور دننه او بهر هڅې کېږي چې انتخاباتي بهیر سبوتاژ شي.

د دغې جرګې نایب منشي عرفان‌الله عرفان له ازادي راډیو سره په خبرو کې له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د هغه چا امنیت خوندي کړي چې په انتخاباتي پروسه کې ښکېل دي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

​ښاغلي عرفان وویل:

"په داخل کې چې څوک د نظام مخالف دي او نورې هغه کړۍ چې له جاسوسي او استخباراتي شبکو سره اړیکې لري، دوی ټول د دې لپاره هڅې کوي چې د انتخاباتو ملي بهیر چې د نظام د برخلیک اساسي پایله ده، څنګه ناکام کړي، موږ د داسې وضعیت د دوام په اړه اندېښمن یوو، دا د امنیتي بنسټونو مسؤلیت دی چې د داسې پېښو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي."

ښاغلی عرفان ټینګار کوي چې د داسې پېښو دوام به د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي او د افغانستان پر برخلیک به ناوړه اغېز وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG