د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

واشنګټن له ایران سره د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ تړون لغوه کړ


د امریکا متحد ایالتونو وروسته تردې له ایران سره د ۱۹۵۵ کال د دوستۍ تړون لغوه کړ چې ایران د عدالت نړیوالې محکمې ته د دوستۍ د دغه زاړه تړون په استناد عریضه وکړه.

دې محکمې پرون له واشنګټنه وغوښتل چې پر ایران لګولي بندیزونه محدود کړي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوستۍ د دې زاړه تړون د لغوه کیدو پر مهال د ایران اسلامي انقلاب پیل ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"زه اعلان کوم چې متحد ایالتونه له ایران سره د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ تړون باطل کوي. دا داسې پریکړه ده چې په ښکاره باید ووایو چې نهه دیرش کاله ځنډیدلې ده."

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

تهران تر دې اعلان وروسته، د امریکا متحد ایالتونه محکوم کړل او ویې ویل چې دا داسې هېواد دی چې قوانینو ته درناوی نه کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ د دوستۍ تړون د ایران د ۱۹۷۹ کال تر اسلامي انقلاب مخکې لاسلیک شوی و، هغه وخت د واشنګتن او تهران ترمنځ روابط ډیر تاوده و.

د واشنګتن تر دې پریکړې مخکې د عدالت نړیوالې محکمې له امریکا وغوښتل چې هغه بندیزونه سست کړي چې نوي یې پر ایران لګولي دي.

واشنګتن وروسته تر دې دا بندیزونه ولګول چې له ایران سره له کړې اټومي موافقې خارج شو.

د عدالت نړیوالې محکمې له امریکا وغوښتل چې هغه بندیزونه سست کړي چې نوي یې پر ایران لګولي دي.
د عدالت نړیوالې محکمې له امریکا وغوښتل چې هغه بندیزونه سست کړي چې نوي یې پر ایران لګولي دي.

د ۱۹۵۵ کال د دوستۍ د تړون له مخې باید د دواړو هیوادو ترمنځ لانجې نړیوالې محکمې ته راجع شي.

په دې پسې چې د مې په میاشت کې واشنتګتن د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هیوادو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه ووت، د اګست په میاشت کې یې پر ایران د بندیزونو لومړی پړاو پیل کړ.

د واشنګتن له دې اقدام سره ایران له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی، د ایراني ریال ارزښت ورځ تر بلې کمیږي او په بیسارې ډول ایراني پیسه د بهرنیو اسعارو په وړاندې ټیټه شوې ده.

ایران د جولای په میاشت کې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته د امریکا پرضد عریضه وکړه او څرګنده یې کړه چې امریکا له اقتصادي پلوه تیری کوي او د ۱۹۵۵ کال د دوستۍ د تړون یوشمیر مادې نقض کوي.

ایران له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی، د ایراني ریال ارزښت ورځ تر بلې کمیږي او په بیسارې ډول ایراني پیسه د بهرنیو اسعارو په وړاندې ټیټه شوې ده
ایران له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی، د ایراني ریال ارزښت ورځ تر بلې کمیږي او په بیسارې ډول ایراني پیسه د بهرنیو اسعارو په وړاندې ټیټه شوې ده

خو د امریکا قانونپوهان وایي، پر ایران د بندیزونو لګول یوه قانوني هڅه ده او د امریکا د ملي امنیت مربوط مساله ده چې د نورو محکمو له لورې نه شي څارل کیدای.

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د چهارشنبې په ورځ خپله پریکړه واوروله او ویې ویل چې امریکا باید داسې شیان چې بشر اغیزمنوي لکه دوا، روغتیایي وسایل، خوراکي مواد، زراعتي شیان او همداراز هغه وسایل چې الوتکي خوندي کوي، پریږدي چې ایران ته صادر شي.

ایران د جولای په میاشت کې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته د امریکا پرضد عریضه وکړه

د کتونکو په باور د نړیوالې محکمې دا پریکړه موقتي ده او د هغې د پلي کیدو لپاره کلونو ته اړتیا شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د عدالت د نړیوالې محکمې دا پریکړه وغندله او څرګنده یې کړه چې ایران د سیاسي هدفونو لپاره له دې محکمې ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG