د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د هند او پاکستان لهخوا په یو بل د کلکو تورونو او انتقادونو سلسله روانه وه.
د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې هند او پاکستان یو بل تورن کړل چې په سیمه کې تروریستان تمویلوي او ترې کار اخلي.
پهدې روانه اسامبلۍ کې د هند یوې لوړپوړې استازې ایینام ګمبهیر وویل، پاکستان باید د نورو د ملامتولو پر ځای د "نوي پاکستان" د لیدلوري د ثابتولو لپاره ښکاره کړي چې د "دوکې او تخریب" دریځ یې بدل کړی.
دی وايي:
"موږ د پاکستان ادعا واورېده چې د ترورېزم پر ضد جګړهیې په خپله ګټه را اړولې، خو راځئ چې دا لاندې مسایل یو ځل چک کړو:
- ایا پاکستان دا حقیقت ردولی شي چې د ملګرو ملتونو لهخوا پېژندل شوي ۱۳۲ تروریستان او ۲۲ تروریستي ډلو تهیې تر اوسه پناه نهده ورکړې او ملاتړ یې نهدی ترې کړی؟
- ایا پاکستان به دا رد کړي چې د ملګرو ملتونو له خوا پېژندل شوی تروریست حافظ سعید پهدغه هېواد کې دننه ازاده ګرځي او په انتخاباتو کې کاندیدان دروي؟"
ګمبهیر دا خبرې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د شنبې ورځې تر خبرو وروسته وکړې چې هند یې په پاکستان کې د ځینو مرګونو حملو مسوول وباله.
اغلې ګمبهیر وویل چې هند په پاکستان کې په تروریستي حملو تل خواشیني ښودلې او په دغو حملو کې د هند په ښکېلولو سره پاکستان وژل شویو بې ګناه انسانانو ته بې احترامي کوي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دې ډیپلوماتې که څه هم د پاکستان د تورونو د ځواب په نوبت کې دا خبرې وکړې، خو تر هغې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم په خپله اصلي وینا کې پاکستان د سیمې په ټولو ناکراریو کې ښکېل وباله.
خو پاکستان بیا بل څه وايي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل چې په پاکستان کې ګڼ تروریستي بریدونه د هند په ملاتړ شوي.
هغه وویل، پاکستان د ترورېزم په وړاندې ډېره مبارزه کړې، خو هند یې په کراره نه پریږدي.
قریشي زیاته کړه:
"زموږ ختیځ ګاونډی هېواد لا هم د پاکستان پر ضد تروریستان تمویل، تجهیز او منسجم کوي. پاکستان به د پيښور په یوه ښوونځي باندې د ماشومانو قتل عام او د مستونګ مرګونی برید چې د هند له ملاتړ برخمنو تروریستانو کار و، هېڅکله له یاده ونه باسي."
پهدې تورونو سربېره په کشمیر کې د هند او پاکستان همیشنۍ لانجه هم د دواړو هېوادونو د استازیو د وینا یوه اصلي برخه جوړوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې هند د کشمیر په اشغال سره ترورېزم پالي او په خلکو ظلمونه کوي.
خو په ملګرو ملتونو کې د هند ډیپلوماتې ایینام ګمبهیر پاکستان د کشمیر په اړه په سرغړاویو او وژنو تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې کشمیر به د هند خاوره وي او پاتې به شي.
صفيالله ستانکزی