د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

سعودي او متحده عربي اماراتو ته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ګواښ!


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی چې که د دې هېواد سرې کرښې مراعات نه کړي، نو پر وړاندې به یې انتقامي اقدامات وکړي.

په داسې حال کې چې امریکا او د خلیج متحدانو یې په سیمه کې د ایران د نفوذ د کمولو لپاره پر تهران فشارونه زیات کړي، سپاه پاسداران انقلاب ځواک نن جمعه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړ چې که د دې هېواد سرې کرښې مراعات نه کړي، د ایران له انتقامي اقداماتو سره به مخ شي.

ایران پر سعودي او اماراتو تور لګولی چې هغه پنځه وسله وال یې تمویل کړي چې د شنبې په ورځ یې په اهواز ښار کې پر یو پوځي پرېډ برید وکړ.

په دې برید کې ۲۵ کسان ووژل شول چې د سپاه ۱۲ تنه افسران هم پکې شامل وو، خو سعودي عربستان او اماراتو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

فارس نیوز خبري اژانس د سپاه پاسداران د مرستیال مشر برید جنرال حسین سلامي له قوله لیکلي چې دې هېوادونو ته خطاب کوي او وایي چې پوهېږئ چې د ایران ولس څه ډول طوفان جوړولای شي او زیاتوي، که تاسو زموږ له سرو کرښو واوړئ، موږ به ستاسو له سرو کرښو واړو.

جنرال سلامي چې په تهران کې د جمعې د لمانځه پرمهال یې خبرې کولې، په خپله احساساتي وینا کې وویل چې د ایران پرضد دسیسې باید بندې شي.

هغه د سعودي او اماراتو چارواکو ته د خبرداري په ژبه وویل، د ایران خلک حوصله کوي، کنه تاسو د شیشو په ماڼیو کې ناست یې او زموږ د انتقامي حملو تاب نه لرئ.

جنرال سلامي همداراز متحدایالاتو ته هم خبرداری ورکړ چې که د ترورېستانو له ملاتړ څخه لاس وانه خلي، نو تاوان به وکړي.

ایراني چارواکو د اهواز له ترورېستي حملې وروسته پر امریکا تور ولګاوه چې د برید کوونکو ملاتړ یې کړی.

واشنګټن هم دا تورونه رد کړي او وايي چې له دې پېښې نه و خبر.

سپاه پاسداران له دې برید یوه ورځ وروسته خبرداری ورکړ چې ورته ځوابي خونړۍ حمله به وکړي.

ایران او سعودي عربستان له څو کلونو راهیسې په یوه سیمه ییزه سیالۍ کې ښکېل دي.

دا دواړه هېوادونه په سوریه، یمن او ځینو نورو ځایونو کې د بېلابېلو دښمنو اړخونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG