په داسې حال کې چې په اهواز ښار کې د تېرې ورځې د برید قربانیانو ته د درناوي لپاره زرګونه کسان راټول شوي، ایراني پوځي چارواکي د دغې حملې په وړاندې د غچ اخیستو د ځپونکو اقداماتو خبرداری ورکوي.
زرګونه کسان نن دوشنبه د اهواز ښار په واټونو کې را ټول شوي چې په دې ښار کې پر پوځي پریډ د تېرې ورځې د حملې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړي.
پر دغو مراسمو چې د ایران او عراق د جګړې د پیل په مناسبت جوړ شوي وو، د وسله والو په برید کې په وژل شویو کې ملکیان او د سپاه پاسداران انقلاب غړي شامل دي. د ایران او عراق ترمنځ جګړه په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پیل او تر ۱۹۸۸ کال پورې یې دوام وکړ.
په اهواز کې په نننیو مراسمو کې سرتېرو، ملایانو او چارواکو د قربانیانو تابوتونه چې د ایران په ملي بیرغونو پوښل شوي وو، د هغوی له عکسونو او د ترورېزم ضد شعارونو سره لېږدول.
یوشمېر ګډونوالو د اسرائیل او امریکا ضد شعارونه هم ورکول، دواړه هېوادونه د ایراني مشرانو له خوا د حمله کوونکو په ملاتړ تورن شوي دي.
متحده ایالاتو دغه حمله غندلې ده.
چارواکو په ټول هېواد کې نن ملي ویر اعلان کړی او دولتي دفترونه، بانکونه، ښوونځي او پوهنتونونه په خوزستان ولایت کې چې اهواز یې لوی ښار دی، نن بند دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه حمله څلورو وسله والو چې پوځي یونوفورمونه یې اغوستي وو، ترسره کړې ده.
دوو ډلو، د اهواز د ملي مقاومت په نوم عرب توکمې ډلې او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد یوشمېر نورو جګپوړو مشرانو د عربانو بېلتون غوښتونکې ډله د دغې ترورېستي حملې مسؤله بللې او متحده ایالات، اسرائیل او د خلیج یوشمېر عربي هېوادونه ېې هم په ملاتړ تورن کړي دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک مرستیال قومندان حسین سلامي دغو مراسمو ته په وینا کې یوځل بیا امریکا او اسراېیل تورن کړل او دواړو ته یې خبرداری ورکړ چې ځپونکو اقداماتو ته دې انتظار وباسي.
ده وویل:
"موږ ژمنه کوو چې زما ځواب به د دغې پېښې په وړاندې له پښېمانۍ ډک، ورانوونکی او ویجاړوونکی وي."
د امریکا د بهرنیو چارود وزارت ویاندې هیدرناورټ د یکشنبې د ورځې په وروستیو کې وویل چې متحده ایالات د ترورېزم ټول اعمال او د هر بې ګناه انسان وژنه غندي.
د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي د ایران دغه تورونه بې اساسه بللي دي.