د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۵

د ایران ولسمشر د خوزستان برید د عرب توکمو جلا غوښتونکو کار وباله


د ایران ولسمشر حسن روحاني په خوزستان ولایت کې وروستۍ برید د عرب توکمو جلا غوښتونکو کار وباله او د خلیج یو هېواد یې د هغوی په ملاتړ تورن کړ.

حسن روحاني داسې وخت پر اهواز ښار د شنبې ورځې برید د عرب جلا غوښتونکو وباله چې د دغه هېواد واکمنې ډلې سپاه پاسداران د دې خونړي برید د غچ اخېستو ژمنه ورکړې ده.

د ایراني رسنیو د رپوټ له مخې د ایران او عراق د اتیایمي لسیزې د جګړې د یادښت په مناسبت پر پوځي رسم و ګذشت هغو کسانو برید کړی و چې پوځي دریشۍ یې په تن وې.

اسلامي دلت ډلې یا داعش د دې برید مسوولیت په غاړه اخېستی، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون یکشنبې وویل چې پوهېږي چا دا برید کړی او څوک یې تر شاه دي.

ولسمشر حسن روحاني
ولسمشر حسن روحاني

نوموړی وايي:

"موږ ته بیخي واضحه ده چې چا دا کار کړی، کومه ډله ده، په چا پورې تړلې ده. د خلیج فارس یو جنوبي هېواد هم د دوی مالي او تسلیحاتي او سیاسي مسایل په غاړه اخېستې. ټول دا واړه او مزدوره هېوادونه چې په‎دې سیمه کې ګورئ تر شاه امریکا ولاړه ده او پاروي یې."

روحاني تر دې وینا وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو.

خوزستان چېرته چې په‎کې د شنبې په ورځ د سپاه پاسداران د ۱۲ غړیو په شمول ۲۵ تنه په ډزو ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول له عراق سره ګډه پوله لري او ګڼ عرب توکمي په‎کې اوسي.

په‎دغه ولایت کې جلا غوښتونکو مخکې هم غږ پورته کړی چې ایران بیا خپل سیمه‎ییز سیالان د دوی په پارولو او ملاتړ تورنوي.

ویل کېږي چې ښايي د روحاني د یکشنبې ورځې تُندې خبرې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او یا بحرین ته اشاره وي چې د امریکا متحده ایالتونو نېږدې ملګري دي او ایران په منځني ختيځ کې له تُندلارو ډلو په ملاتړ تورنوي.

ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو د ایران د خوزستان په اهواز کې دا برید غندلی.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې په‎دې برید کې د ایران له‎خوا د امریکا د ښکېلولو د تورونو په ځواب کې وویل، دا برید ځکه وشو چې د ایران حکومت له ډېر وخته په خپلو خلکو ظلم کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې

نوموړې وویل:

"متحده ایالتونه هر چېرته تروریستي حملې غندي. دا زموږ همیشنی دریځ دی. فکر کوم هغه څه چې روحاني یې باید ترسره کړي دا دي چې دننه خپل هېواد وګوري. د ایران خلک اعتراض کوي. هره پیسه چې دې هېواد ته ورغلې په اردو لګېدلې. تهران له ډېره وخته په خلکو ظلم کړی او روحاني باید وګوري چې ستونزه چېرته ده. فکر کوم د ایرانیانو زغم ختم دی او ستونزه هم له هماغه ځایه را پیدا شوې. روحاني باید د نورو د تورنولو پر ځای په خپله هندارې ته وګوري."

پر اهواز د شنبې ورځې د برید مسوولیت عرب جلا غوښتونکو ډلې هم منلی دی.

تهران پرون یکشنبه د ډنمارک، هالنډ او بریټانیا سفیران ځکه احضار کړي وو چې د ایران په خبره دغو درېیو هېوادونو د اهواز د جلا غوښتونکو عربانو ډلې یو شمېر غړو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړی دی.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG