د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۰

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور او زوم له زندانه خوشې شول


د اسلام‎اباد یوې عالي محکمې پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۸» د هغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم، محمد صفدر د استېناف غوښتنه ومنله او پر هغوی د زندان حکم معطل شو.

خو هر یو باید تر خوشې کېدو مخکې، محکمې ته څلور زره امریکايي ډالر ورکړي.

د پاکستان د احتساب محکمې د روان کال په جولای میاشت کې نواز شریف په ۱۰، د هغه لور مریم نواز په اووه او د هغې مېړه محمد صفدر په یو کال زندان محکوم کړل.

محکمې نواز شریف او مریم نواز د ۱۰ کلونو لپاره له سیاسي فعالیته هم منع کړي وو.

په پاکستان کې له اداري فساد سره د مبارزې دې محکمې د جولای په میاشت کې هغوی په اداري فساد مجرم وپېژندل.

د احتساب محکمې وویل چې نواز شریف او کورنۍ يې د مالي درغلۍ په مرسته په ۹۰مه میلادي لسیزه کې په لندن کې عصري اپارتمانونه اخیستي وو.

د محکمې د پرېکړې تر اعلان وروسته پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۸» په اسلام‎اباد کې د نواز شریف ډېرو پلویانو چې د محکمې د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو، د خوشحالۍ نارې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف وویل:

"نن د عدالت او انصاف بری اعلان شو."

خواجه اصف
خواجه اصف

د حکومت یوه بل پخواني وزیر، احسان اقبال خبریالانو ته وویل:

"محکمې داسې پرېکړه لغوه کړه چې د انتقام اخیستلو لپاره شوې وه."

په اسلام‎اباد کې د ازادي راډیو خبریال طاهر خان وویل چې د مسلم‎لیګ نواز ګوند غړي به د نواز شریف د هرکلي ځانګړي مراسم ترسره کړي.

هغوی به اسلام‎اباد ته نږدې د راولپېنډې اډیاله زندان ته د هغوی هرکلي ته ورشي.

نواز شریف، د هغه لور او زوم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ادعا ‎یې کړې چې د سیاسي دلایلو له مخې محاکمه شوي دي.

نواز شریف ویلي چې د پاکستان واکمن پوځ او محکمې له قدرته د هغه د لیرې کولو لپاره جوړ جاړی کړی و او تر پارلماني انتخاباتو مخکې یې د مسلم‎لیګ نواز ګوند د کمزوري کولو هڅه وکړه.

د جولای په ۲۵مه د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند زیاتې رأیې وګټلې او د ګوند مشر عمران خان صدراعظم وټاکل شو.

عمران خان
عمران خان

نواز شریف درې واره د پاکستان د صدراعظم پر څوکۍ کار کړی دی.

د شریف د صدارت وروستۍ دوره، تېر کال د پاکستان د سترې محکمې په حکم پای ته ورسېده او هغه د اداري فساد په تور د صدراعظم له څوکۍ بې‌صلاحیته اعلان شو.

XS
SM
MD
LG