د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

افغان پلاوی د سولې د خبرو لپاره نن پنجشنبه مسکو ته ځي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوی نن مسکو ته ولاړ شي.

دا هیئت به د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې کله او چېرته له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

د روسیې انټرفکس اژانس خبر ورکړی دی چې د دې خبرو هدف دا دی چې د مسکو د تېرې غونډې په څېر چې بیا وځنډېده د یوې نوې غونډې لپاره مهالوېش چمتو شي.

تېر ځل د سپټمبر په څلورمه روسیې د ۱۲ هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې وه او په دې خبرو کې یې د طالبانو استازي هم ورغوښتي وو، طالبانو ویلي وو چې خپل جګپوړي استازي به د مسکو غونډې ته ولېږي.

تېر ځل د سپټمبر په څلورمه روسیې د دولس هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې وه او په دې خبرو کې یې د طالبانو استازي هم ورغوښتي وو.
تېر ځل د سپټمبر په څلورمه روسیې د دولس هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې وه او په دې خبرو کې یې د طالبانو استازي هم ورغوښتي وو.

افغانستان هغه وخت په دې خبرو کې برخه وانه‌خیسته او ویې‌ویل چې د افغانستان په اړه د هر راز خبرو مشري باید افغانان وکړي، هماغه و چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفون خبرې وکړې، دا غونډه‌یې وځنډوله او موافقه وشوه چې دواړه لوري به د یوې بلې غونډې لپاره چې کابل او مسکو به‌یې مشري کوي، هلې ځلې وکړي.

روسي دیپلوماتان: طالبان په مسکو کې د سولې په راتلونکو خبرو کې برخه اخلي.

​روېټرز اژانس د روسي رسنیو په وینا خبر ورکړی دی چې روسي ډیپلوماتان په دې باور دي چې طالبان په مسکو کې د سولې په راتلونکو خبرو کې برخه اخلي.

د افغانستان ولسمشر پرون د هند د یو ورځني سفر پر مهال په نوې ډهلي کې یوې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره سوله د افغانستان لپاره ارزښتمنه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ولې له طالبانو سره سوله مهمه ده؟ د دې لپاره که چېرته موږ له طالبانو سره سولې ته ورسېږو دا له هېواد سره مرسته کوي چې د ترهګرو د مخنیوي هڅو ته پاملرنه زیاته کړو. طالبان د افغان ټولنې برخه دي. بهرنیان، د داعش غړي دوی نړیوال ترهګر دي، زموږ د ټولنې برخه نه‌دي، نو موږ دې ته اړتیا لرو چې دوی سره بېل کړو چې څوک داخلي دي او څوک سیمه‌ییز او د نورو سیمو"

مسکو ته د افغان پلاوي تر سفر یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې په دې خبرو کې د مسکو د پلاوي د سفر په اړه خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG