په نړۍ کې د ترهګرو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت کلنی راپور پرون خپور شو.
په دې راپور کې واشنګټن ویلي دي چې ایران او د دغه هېواد نیابتي ځواکونه په افغانستان، بحرین، عراق، لبنان او یمن کې په شخړو کې لاس لري.
په راپور کې ایران په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو د سر په کتار کې راغلی دی.
دا راپور څرګندوي چې د ایران وسلهوال او د دوی ملاتړی ملېشه لکه حزبالله چې د سوریې په جګړه کې یې تجربې پیدا کړې دي اوس هڅې کوي په نورو سیمو کې نفوذ پیدا کړي.
د راپور له مخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په نړۍ کې ترورېستي بریدونه ۲۴ په سلو کې کم شوي دي چې یو اصلي علتیې دا دی چې په عراق کې بریدونه لږ شوي دي، په هغه هېواد کې چې پراخې سیمې له داعش څخه تصفیه شوې دي.
د دې کلني راپور له مخې د ترورېستي ډلو له لوري د برمته کېدو پېښې هم پنځوس په سلو کې کمې شوې دي.
د امریکا د متحده ایالاتو په کلني راپور کې دا خبره هم شوې ده چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیت خورا کم شوی دی او نږدې ټولې هغه سیمې چې په دغو دوو هېوادونو کې د دوی تر واک لاندې وې هغهیې له لاسه ورکړې دي، خو بل لور ته راپور څرګندوي چې په دې ځایونو کې د القاعده شبکې د فعالیت د پراخېدو نښې تر سترګو کېږي.
د القاعده تر هلو ځلو پورې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا یوه جګپوړي ډیپلومات ناتان سیلز خبریالانو ته په واشنګتن کې وویل چې متحده ایالات غواړي چې پر القاعده فشار راولي تر څو بیا په پښو ونهدرېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د نړۍ ۵۹ په سلو کې بریدونه په پنځو هېوادونو افغانستان، هند، عراق، پاکستان او فیلیپین کې ترسره شوي دي.
ناتان سیلز زیاته کړه، که څه هم القاعده شبکه په وروستیو کلونو کې د نړۍ د خبرونو له سرټکو لوېدلې ده، خو لاهم له خپل دې هدفه په شا شوې نهده چې پر امریکا او د امریکا پر متحدانو بریدونه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلي دي چې د نړۍ ۵۹ په سلو کې بریدونه په پنځو هېوادونو افغانستان، هند، عراق، پاکستان او فیلیپین کې ترسره شوي دي او د دې بریدونو تر ۶۵ فیصده زیات قربانیان د افغانستان، عراق، نایجریا، سومالیا او سوریې دي.