ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان بهر ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې نن سعودي عربستان ته ولاړ شي.
نوموړی د پاکستان د صدراعظم په توګه واک ته له رسېدو وروسته بهر ته د لومړني سفر په ترڅ کې نن سې شنبه ریاض ته ځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپانه کې وویل چې خان د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه، د دوو ورځو په مخه سعودي عربستان ته ځي.
بیان زیاتوي چې عمران خان به له سعودي پاچا سره وګوري او له ولیعهد سره به هم د دواړو هېوادو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې ده چې پاچا به په شاهي ماڼۍ کې خان ته رسمي مېلمستیا هم وکړي.
فرانس پرېس خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکوي چې وايي، عمران خان به له سعودي مشرانو سره په کتنه کې د سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
د عمران خان سفر یوه میاشت وروسته له هغه پلان شوی چې نوموړي د صدراعظم په توګه لوړه وکړه او دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د خپلو پورونو د پرې کولو په برخه کې، له بحران سره مخ دی.
داسې اوازې هم شته چې ښايي نوی صدراعظم به د سعودي عربستان په ګډون، له خپلو متحدو هېوادونو څخه د څو میلیارده ډالرو په ارزښت، د نورو پورونو غوښتنه وکړي.
عمران خان او کابینهیې د بېثباته اقتصادي حالت، د افراطي وسلهوالو ډلو د فعالیتونو، د اوبو د کمښت او د وګړو د زیاتېدو په ګډون، له ګڼو ستونزو سره مخ دی، د پورونو د پرې کولو د بیلانس له بحران سره لاس او ګرېوان دی او تمه لري چې سعودي عربستان او همداراز چین به له اقتصادي بحرانه د د دې هېواد د ژغورنې په مقصد، څو میلیارده ډالر پور ورته برابر کړي، څو دا هېواد د پیسو له نړیوال صندوق څخه د زیاتو پورونو اخیستو ته اړ نهشي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، اسلاماباد ښايي له سعودي عربستان څخه د څلور نیم میلیارده ډالرو او له چین څخه د دوه میلیارده ډالرو پور غوښتنه وکړي، خو خپلواکو سرچینو دا راپورونه نهدي تأیید کړي.
ویل کېږي چې د سعودي پور ښايي یوازې د تېلو د اخیستلو پر مصارفو ولګول شي.
د عمران خان له سفر څخه مخکې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه چین ته ولاړ.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې جنرال باجوه به د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې، د خپل پوځي سیال په ګډون له جګپوړو چینايي چارواکو سره وګوري.