هغه افغانان چې په ایران کې مزدوري کوي، د ایرانیانو له خوا نشو ته هڅول کېږي، هغه کارګران چې په ايران کې په نشو اخته او بيا افغانستان ته راستانه شوي وايي، ایرانیانو دوی د دې لپاره نشو ته هڅول چې ډېر کار وکړي.
احمد شل کلن و چې د کار لپاره ایران ته ولاړ، خو لږه موده وروسته د نشې په لومه کې بند شو.
دی اوس ۳۲ کلن او د معتادینو د درملنې په یوه شخصي روغتون کې بستري دی.
احمد وايي، دی يوه ايراني د دې لپاره په نشو اخته کړ چې ډېر کار وکړي:
"له چا سره چې ما کار کاوه، هغه تاریاکي و، په کور کې یې تاریاک نه شوای څکولای، زموږ په کوټه کې به یې څکوله، کله چې به زه په کار کې ستړی شوم، نو ده به را غږ کړه چې راشه یو دود تاریاک کش کړه، ستړیا به دې ورکه شي. هغه مهال زه نه پوهېدم چې ما به په دې بدبختۍ اخته کوي."
احمد خپلې کورنۍ ایران ته په روزي ګټلو پسې لېږلی و، خو دوی نا خبره و چې هغه به په نشو اخته کېږي.
د احمد مور پريګله له ايرانيانو ګيله کوي او وايي، کله چې د خپل زوی له اعتیاد څخه خبره شوم، نو د ځان وژنې هڅه مې وکړه، خو کورنۍ مې د دې کار مخه ونيوله:
"احمد راته وویل: مورې ایران ته ځم چې څه پیسې پیدا کړم او ژوند مو ښه شي، خو له هغې خوا معتاد کور ته راغی، په دوهمه ورځ یې زما په مخکې تاریاک وڅکول، له ځانه سره مې وویل، له ده سره به څه کوم، بالاخره یې درملنه هم و نه شوه."
دا یوازي پريګله نه ده چې د خپل معتاد زوی په غم کې سوځي، د مریمې په نوم یوه بله مېرمنه هم د هغو افغان میندو له جملې څخه ده چې درې زلمي زامن یې په ایران کې په نشو اخته شوي دي.
مریمه وايي چې د بېوزلۍ له امله یې زامن ایران ته لېږلي، خو له هغې خوا نشه یان کور ته راغلل:
"درې زامن مې معتادین دي، دوی په ایران کې په نشو اخته شوي دي، یو ۲۵ کاله او بل یې ۱۴ کاله کېږي چې نشه کوي، يو هوښیار زوی مې بیا شپږ کاله کېږي چې په نشو اخته شوی دی، کله چې زه له ایرانه راغلم هغه وخت نه ومه خبره چې زامن مي په نشو اخته شوي دي، د ناروغانو ګومان مې ورباندې وکړ، هغه و چې ډاکټر ته مي بوتلل، ډاکټر راته وویل چې دوی په نشو اخته شوي دي، تر دې وخته پورې زه نه پوهېدمه چې معتاد څنګه وي."
د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې چارواکي وايي، ډېری افغان ځوانان چې د کار او روزۍ ګټلو لپاره ایران ته تللي، هلته په نشو اخته شوي او بيا د ایراني نظامیانو له خوا بېرته افغانستان ته را اړول شوي دي.
د هرات ولایت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو مدیر سید محمد سادات وايي، هغه افغانان چې له ایرانیانو سره مزدوري کوي، ایرانیان یې د دې لپاره په نشو اخته کوي چې د دوی لپاره ډېر کار وکړي:
"ځینې هغه ايرانيان چې افغانان کار ورسره کوي د نشه يي موادو د زیانونو په اړه زموږ د هېوادوالو له ناخبرۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او په غالب ګومان دوی هڅوي چې د ډېر کار کولو لپاره نشې وکړي، داسې ادعاوي شته، موږ داسې کسان لیدلي او په دې اړه مو اورېدلي دي، داسې معتادین هم شته چې داسې ادعاوي کوي."
ډېری افغان کارګران په ایران کې په نشو اخته کېږي.
سره له دې چې ډېر کار کوي، خو بیا هم ایرانیان دوی ته خپله مزدوري پوره نه ورکوي، دوی پولیسو ته په لاس ورکوي چې هغوی یې بیا په زور افغانستان ته را اړوي.
راپور: شاپور صابر