د ایران د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن وروستي تورونه چې د تهران متحدانو په عراق کې د امریکا پر ډیپلوماټانو برید کړی دی، غیر مسوولانه او حیرانونکي وبلل.
د ایران نیمه دولتي اژانس اسنا، پرون د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا دا خبر ورکړ.
امریکا د سې شنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ که د ایران د ملاتړیو یا د هغو ځواکونو له لوري چې د ایران لپاره هلې ځلې کوي، په عراق کې د امریکا تاسیساتو یا خلکو ته زیان واوړي، مسوول به تهران وي.
سپینې ماڼۍ په همدې اړه په خپرې کړې اعلامیې ویلي دي چې د امریکا غبرګون به د امریکایانو له ژونده د دفاع لپاره قاطع او سریع وي.
دا خبرداری وروسته تر دې ورکړل شو چې د سپتمبر په شپږمه په بصره کې د امریکا پر قونسلګرۍ یو توغندی ولګید او یوه ورځ مخکې تر دې د بغداد په زرغونې سیمه کې، چیرته چې د امریکا د متحد ایالتونو سفارت دی د هاوان درې مرمۍ ولګیدې.
د بغداد په زرغونې سیمه کې وروسته له څو کاله د هاوان برید وشو
که څه هم په دې دواړو بریدونو کې نه چاته د سر زیان اوښتی نه هم مالي خساره خو د بغداد په زرغونې سیمه کې وروسته له څو کاله د هاوان داسې برید وشو.
ایسنا اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا خبر ورکړ چې هغه ډلې چې شخړو او افراط ته مخه کړې هغوی د دې ډول حملو مسوولې دي.
د عراق په جنوب کې د بصرې په ښار کې تیره اونۍ خونړۍ مظاهرې وشوې.
قهروړیو مظاهره چیانو د اداري فساد، بیکاري او د خدماتو د نه موجودیت له امله اعتراض وکړ او دوی یوشمر دولتي دفترونو ته اور ورته کړ، همداراز یې د هغو ګوندونو دفترونه چې ایران پلوه دي او وسله وال لري، وسوځول.
د عراق په جنوب کې د بصرې په ښار کې تیره اونۍ خونړۍ مظاهرې وشوې
د عراق د تیلو لویې زیرمې په بصره کې دي.
د بصرې په ښار کې د مظاهرو پر مهال د ایران قونسلګري ته هم اور ورته شو او په عراق کې د ایران سفیر د قونسلګرۍ لپاره نوې ودانۍ د سې شنبې په ورځ په بصره کې پرانیسته.