پهداسې حال کې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه د امریکا تر وتلو وروسته د دغه تړون راتلونکې مبهمه ده، ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د نویو پرمختللو دستګاوو د نصب خبر ورکوي.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وایي چې ایران د پرمختللو سنټرفیوژنو تأسیسات بشپړ کړي او تهران دې ته تیار دی چې که د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد اټمي تړون چې امریکا ترې وتلې، لهمنځه ولاړ شي، د یورانیمو د غني کولو وړتیاوې پورته یوسي.
د دغې ادارې مشر علي اکبر صالحي په تېر جون میاشت کې ویلي و چې د نتنز اټمي تأسیسات به په یوه میاشت کې بشپړ شي.
ښاغلي صالحي هغه مهال دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کړې وې چې د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي ویلي و چې ده امر کړی چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د فسخ کېدو په صورت کې دې د یورانیمو د غني کولو د ظرفیت زیاتوالي ته تیاری ونیول شي.
د ایران ایسنا دولتي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د صالحي له قوله خبر ورکړ چې ویلي یې دي، د هېواد ستر مذهبي مشر ورته امر کړی و چې د پرمختللو سنټرفیوژنو د نصب لپاره یو ډېر پرمختللی صالون بشپړ کړي.
دغه صالون اوس تکمیل او پر وسایلو هم بشپړ مجهز شوی دی.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادراې مشر زیاته کړه چې د اټمي موافقې په چوکاټ کې د اټمي پروګرام د عصري کولو کار هم مخ ته ځي چې هغه به د ۱۰ او ۱۵ کلونو ترمنځ وخت ونیسي چې بشپړ شي.
صالحي وویل، دغه دواړه اقدامات د اټمي تړون مطابق ترسره کېږي.
د صالحي په وینا له دغه تړونه د امریکا د وتلو په وړاندې درېیم عکسالعمل ښایي دا وي چې تهران د دغه تړون په چوکاټ کې لګول شوي ځیني محدودیتونه، د بېلګې په توګه د یورانیمو د غني کولو د کچې او اندازې په برخو کې لیرې کړي.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وایي، د تهران وروستی اقدام به له دغه تړونه وتل وي چې دی هیلهمن دی دا هېڅکله پېښ نهشي ځکه د هغه په وینا په دې کار سره به ټول لوري زیانمن شي.
ایراني چارواکو ویلي چې له دغه تړونه د وتلو یا نهوتلو په اړه به وروسته له هغې پرېکړه وکړي چې د اقتصادي مرستو هغه پلان چې احتمالاً اروپایانیې ورته وړاندې کوي چې د امریکا د بندیزونو اغېز کم کړي، مطالعه کړي.