روسیې او ایران د امریکا د متحده ایالاتو تازه اعلان رد کړ.
واشنګټن ویلي دي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې میاشتې په وروستیو کې د ایران په اړه د امنیت په شورا کې غونډه جوړوي.
د امریکا ولسمشر چې ایران له نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه تورنوي، غواړي چې د دې غونډې له لارې پر تهران فشار راولي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سرګي ریابکوف د چهارشنبې په ورځ وویل، وروسته تر دې چې واشنګټن له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون څخه په شا شوی او پر دغه هېواد یې خپل بندیزونه له سره لګولي، نو که اوس په دې باور وي چې د امنیت شورا نور غړي به د ځان پلوي کوي، تېروتنه کوي.
ریابکوف زیاته کړه چې د سپتمبر د ۲۶مې غونډه د وضعیت د څېړنې لپاره ښه فرصت دی، خو دا ډول غونډې به د امریکایانو لپاره اسانه نهوي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر کې لیکلي دي:
"ټرمپ د امنیت شورا پرېکړې نقض کوي او بېځایه هڅې کوي چې نور هم دې ته رامات کړي چې ورته کار وکړي."
ښاغلي ظریف تور پورې کړ چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر غواړي د امنیت شورا له مهالنۍ مشرۍ ناوړه استفاده وکړي او ایران د هغو ستونزو مسؤله وګڼي چې په منځني ختیځ کې په خپله امریکا او د هغې متحدانو ترسره کړي دي.
کله چې امریکا د امنیت شورا مهالنۍ مشري ترلاسه کړه، ولسمشر ټرمپ به په خپله د ایران په اړه د دې غونډې ریاست مخته یوسي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکلي هیلي د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې کله امریکا د امنیت شورا مهالنۍ مشري ترلاسه کړه، ولسمشر ټرمپ به په خپله د ایران په اړه د دې غونډې ریاست مخته یوسي.
ولسمشر ټرمپ او مېرمن هیلي بیا بیا ایران د سوریې او یمن په جګړو کې په مداخلې تورن کړی او ویلي یې دي چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون روح نقض کړی دی.
واشنګټن د مې په میاشت کې له دې تړونه بهر شو او پر ایرانیې بندیزونه له سره ولګول، خو روسیه او د دې تړون نور لوري بریتانیا، فرانسه او جرمني نهدي په شا شوي.
د دې تړون له مخې ایران د نړیوالو بندیزونو د کمېدو په بدل کې منلې ده چې خپلې اټمي هڅې به راکموي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې وویل چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې ده چې د ایران په اړه د امنیت شورا په غونډه کې به په دې اړه خبرې وکړي چې څرنګه ایران نړیوال قوانین نقض کړي او پر هغو عمومي ناکراریو به رڼا واچوي چې ایران په منځني ختیځ کې لمن ورته وهلې.
نیکي هیلي زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ پر دې ټینګار کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ایران نړیوالو اصولو ته غاړه ږدي.
ده تهران د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
تمه ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني یوه ورځ مخکې تر دې چې د ایران په اړه د امنیت شورا غونډه جوړېږي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي.
نیکي هیلي وویل، واشنګتن به پر دې اعتراض ونهکړي چې روحاني عمومي غونډې ته وینا کوي.