د مولوي حقاني د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته څو پاکستاني سیاستوالو، د افغانستان په سوله کې د امریکا پر رول انتقادونه کړي دي.
د پاکستان د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري، د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، امریکا د زیاتو لګښتونو سربېره هم نهده توانیدلې چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي.
دی وايي:
"۲۸۰۰ په شااوخوا کې کسان د حقاني شبکې غړي دي. که دوی په افغانستان کې د نا امنیو مسؤل وي، نو د امریکا متحده ایالات د میلیاردونو ډالرو لګولو سربېره هم نهدي توانېدلي چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي."
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک هم د سې شنبې په ورځ تقریباً ورته څرګندونې کړې دي.
د ښاغلي ملک په وینا په سیمه کې د رښتینې سولې د ټینګښت لپاره باید امریکا خپل رول ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د حقاني شبکه پخوا افغانستان او پاکستان دواړو ته یو خطر و.
طالبانو تأیید کړې ده چې د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی مولوي جلالالدین حقاني د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
خو طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، مولوي حقاني اسلاماباد ته نږدې په خپل استوګنځي کې ساه ورکړې.
په کابل کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ وویل، د جلالالدین حقاني مړینه به په افغانستان کې پر روانې جګړې کوم اغېز ونهلري.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني هم ښاغلي عبدالله ته ورته نظر لري.
د نوموړي په وینا د حقانې شبکې ټولې چارې د ده د زامنو لهخوا پر مخ بیول کېدې او خپله د جلالالدین حقاني مړینه به په افغانستان کې د حقانې د شبکې پر فعالیتونو اغېز ونهکړي.
دی زیاتوي:
"مولوي حقاني د تنظیمولو، تبلیغ او ترویج توان نهدرلود. یوازې د هغه شناخت له مخې چې د پاکستان د عالمانو او مشرانو سرهیې درلود، خپلو زامنو تهیې محدودې سپارښتنې کولې."
د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلالالدین حقاني د مرګ خبر، اسلاماباد ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له سفر یوه ورځ مخکې خپرېږي.
ټاکل شوې ده چې مایک پامپیو او ورسره د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد به نن (چهارشنبه) د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو او همدارنګه د پاکستان له پوځي مشرانو سره وګوري.
امریکايي چارواکو پر پاکستان پرلهپسې انتقادونه کړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې چل ول کړی.
امریکايي چارواکو پر پاکستان پرلهپسې انتقادونه کړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې چل ول کړی.
په دې لړ کې د تېرې شنبې په ورځ امریکا پاکستان ته ۳۰۰ ډالره پوځي مرسته وځنډوله او ویې ویل پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد کافي اقدامات نهدي کړي.
بلخوا پاکستاني چارواکي پرلهپسې دا تورونه ردوي او وايي، دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې درانه مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي.
تمه کېږي چې د پاکستاني چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بحثونه به د پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو په ځنډېدو، د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان پر اقداماتو او افغانستان کې د سولې له بهیر سره د پاکستان پر همکارۍ متمرکز وي.
په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د انتقاد ګوته تر ډېره پاکستان ته نیول کېږي، د دې هېواد چارواکو تر اوسه رسماً دا نهده تأیید کړې چې ګوندې د حقاني شبکې مشر جلالالدین حقاني دې اسلاماباد ته نږدې اوسېده او یا دې هلته درملنه کېده.