د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۹

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ځي


پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د چهارشنبې د ورځې په سفر کې به له هغه سره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد هم ملګری وي.

ښاغلی پامپیو پر پاکستان د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د لغوه کېدو او د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه د عمران خان د کار د پیلېدو یوازې څو اوونۍ وروسته دې هېواد ته ځي.

له دې مخکې د روان کال په پیل کې امریکا له پاکستان سره نوره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته هم بنده کړې وه.

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په سفر کې به له هغه سره جنرال جوزف ډانفورد هم ملګری وي.
پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په سفر کې به له هغه سره جنرال جوزف ډانفورد هم ملګری وي.

امریکا له پاکستانه څه غواړي؟

د فرانسپرس په لیکنه واشنګټن اسلام‌آباد د افغان طالبانو په ګډون د سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورنوي او وایي چې هغه ترهګرې ډلې چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې خوندي ځایونه لري او له پوځي ادارو سره پټې اړیکې پالي پاکستان له هغو څخه په افغانستان کې د خپل سیمه‌ییز سیال هند په وړاندې کار اخلي.

د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د کافي اقداماتو د نه‌کولو په خاطر پنټاګون له دې هېواد سره مرسته لغوه کړه.

​واشنګټن وایي پاکستان باید د دغو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي، خو اسلام‌آباد دغه تور ردوي.

دا چې امریکا تر اوسه څه کړي او ولې یې له پاکستان سره مخکې خپلې مرستې نه‌دي بندې کړي؟ فرانسپرس د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژۍ ته په اشاره لیکي چې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د کافي اقداماتو د نه‌کولو په خاطر پنټاګون د شنبې په ورځ له دې هېواد سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته لغوه کړه.

ترهګرې ډلې د پاکستان په قبایلي سیمو کې خوندي ځایونه لري او له پوځي ادارو سره پټې اړیکې پالي
ترهګرې ډلې د پاکستان په قبایلي سیمو کې خوندي ځایونه لري او له پوځي ادارو سره پټې اړیکې پالي

له دې مخکې د روان کال په پیل کې د ائتلاف د ملاتړ د صندوق په چوکاټ کې امریکا ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده کړې وه.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې پاکستان په افغانستان کې له نړیوال ائتلاف سره یوځای شوی، امریکا ورسره څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې.

دا چې ولې مخکې پر پاکستان امریکا مرستې نه‌دي بندې کړي د فرانسپرس په وینا یو مهم علت‌یې دا وو چې په افغانستان کې د امریکا پراخ پوځي حضور ته په پام سره چې یو وخت‌یې د سرتېرو شمېر تر یو لکو پورې رسېده، له لوژیستیکي پلوه پاکستان ته ډېر اړ و.

دا چې د امریکا نوې ستراتېژي به پاکستان سمې لارې ته برابر کړي، د سیاسي علومو پاکستانۍ کارپوه ماریه سلطان وایي، دا درسته ده چې دغې ستراتېژۍ د اسلام‌اباد پام ځان ته جلب کړی، خو هغه کافي نه‌ده چې د پاکستان نوی حکومت وارخطا کړي.

یو شمېر کارپوهان وایي، پرپاکستان د امریکا د فشارونو زیاتوالی به دا هېواد نور هم چین ته چې له مخکې یې په دې هېواد کې د ملیاردونو ډالرو پانګونه کړې، ورنږدې کړي.

ښاغلی پامپیو پر پاکستان د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د لغوه کېدو وروسته دغه هېواد ته ځي.
ښاغلی پامپیو پر پاکستان د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د لغوه کېدو وروسته دغه هېواد ته ځي.

کله چې په جنوري کې امریکا له پاکستان سره د مرستو د بندولو اعلان وکړ د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان چې هغه وخت د اپوزېسون مشر و، اعلان وکړ چې پاکستان دې پر امریکا افغانستان ته د لوژیستیکي موادو د لېږدولو لارې وتړي.

خو له کله چې عمران خان واک ته رسېدلی له امریکا سره په اړیکو کې یې د یوه تعادل د رامنځه کېدو لهجه خپله کړې ده.

دا چې نوموړی به په دې هېواد کې چې ویل کېږي ځواکمن پوځ‌یې پر بهرني، دفاعي او امنیتي پالېسیو کنټرول لري، له څومره نفوذ څخه برخه‌مند وي؟ په دې اړه د هغه پر وړتیا شک کېږي.

کله چې عمران خان واک ته رسېدلی له امریکا سره په اړیکو کې د یوه تعادل د رامنځه کېدو لهجه‌یې خپله کړې ده.
کله چې عمران خان واک ته رسېدلی له امریکا سره په اړیکو کې د یوه تعادل د رامنځه کېدو لهجه‌یې خپله کړې ده.

د عمران خان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان او امریکا ګډ اهداف لري او په دې اړه به خپلې اندېښنې له خپل امریکایي ساري مایک پامپیو سره د اسلام‌اباد په کتنه کې مطرح کړي.

د فرانسپرس په وینا له دې ټولو سره سره څارونکي په دې باور دي چې تر هغو چې د هند د نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنې لیرې شوې نه‌وي دا هېواد به د سخت دریځو نیابتي ډلو له ملاتړه لاس وانه‌خلي.

XS
SM
MD
LG