د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي په سوریه کې دی او ټاکل شوې چې هلته به د دواړو هېوادو ترمنځ د همکاریو په اړه بحث وکړي.
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي نن یکشنبه د یوه دوه ورځني سفر په مخه سوریې ته ورسېد او په پام کې لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، حاتمي نن دمشق ته له رسېدو سره سم وویل، دی هیله لري چې ایران به د سوریې په بیارغونه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم راپور ورکوي چې حاتمي به د سوریې له جګپوړو دفاعي چارواکو او سیاسي مشرانو سره په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پراختیا او د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، حاتمي به له ولسمشر بشار الاسد سره هم وګوري.
د ایران دفاع وزیر وروسته له هغه دمشق ته سفر کوي چې د سوریې حکومت په ډېرو سیمو کې د وسله والو مخالفینو جرړې ایستلي دي او په دې هېواد کې جریانات تر ډېره د ولسمشر په ګټه بدل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې حکومت پلوي ځواکونه د دې هېواد په شمال لوېدیځ ښار ادلیب کې چې د وسله والو مخالفینو وروستی سنګر ګڼل کېږي، د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
متحده ایالات د هغو وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي چې د ولسمشر اسد د حکومت پرضد جګړه کوي.
تېره اوونۍ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر مسکو غږ وکړ چې په جګړه ځپلې سوریه کې د ایران د پوځي حضور په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي بولټن د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره تر کتنې وروسته وویل، دواړو پر یو لړ هغو اقداماتو هم خبرې وکړې چې په سوریه کې د ایران پوځي حضور پای ته رسولای شي.
د بولټن او پاتروشیف له لیدنې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف ویلي وو، له سوریې څخه د ایراني ځواکونو پر وتلو ټینګار د متحده ایالاتو د هغو پراختیا غوښتونکو نیتونو انعکاس دی چې غواړي، پر ټولو خلکو خپله عقیده وتپي او ورته ووايي چې ښه او بد کوم دي.
ایران د روسیې ترڅنګ د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشار الاسد کلک ملاتړ وکړ.
ایراني چارواکي وايي، سوریې ته یې خپل پوځي ځواکونه د دمشق په بلنه استولي او سمدستي د دې ځواکونو د ایستلو پلان هم نه لري.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له زرو زیات ایرانيان چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک جګپوړي غړي هم پکې دي، له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په سوریه کې وژل شوي دي.