ایا د پاکستان نوی صدراعظم، عمران خان کولائ شي چې خپل هېواد له هغه ساړه ډیپلوماټیک حالته چې په وروستیو څو کلونو کې ورسره مخامخ دی، را وباسي؟
له افغانستان سره د پاکستان روابط په وروستیو کې په بې ساري ډول کمزوري دي.
کابل په مکرر ډول پر اسلام اباد تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې هغو تروریستانو ته ځاي ورکړی چې په افغانستان کې انتحاري او بمي حملې کوي.
د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکي تاریخي ستونزې لري او له امریکا سره یې هم په وروستیو دوو کلونو کې د بل هر وخت په پرتله کمزوري شوي دي.
دې ټولو مسئلو ته په کتلو، د پاکستان د سیاسي حالاتو څارونکي په دې نظر دي چې پاکستان په سیاسي انزوا کې دی او له دې انزوا د هغه هېواد ایستل به د نوي صدراعظم لپاره ډېر ګران کار وي.
عمران خان د انتخاباتو د ګټلو په وینا کې وویل چې بهرنی سیاست یې له ستر چالنج یا امتحان سره مخامخ دی.
خان وویل:
"که په نړۍ کې یو هېواد وي چې سولې ته ډېره اړتیا لري، هغه پاکستان دی."
خو د نړۍ د کرکټ دا پېژندل شوی ستوری، عمران د صدرات لومړۍ دوره تجربه کوي او زیاته سیاسي سابقه نه لري.
هغه ته داسې هېواد په میراث رسېدلی چې په سیمه کې د افراطي ډلو په ملاتړ او د امنیت په خرابولو تورن دی.
پر پاکستان له تروریستي ډلو د ملاتړ له امله د سیمې او ټولې نړۍ امنیت ته د ګواښ پېښولو تور دی، خو پاکستان یې مکرراً ردوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې پاکستان په دروغو او دوه مخي تورن کړ او د سل ګونه ملیونو ډالرو بسته يې چې هرکال یې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره پاکستان ته ورکوله ،وځنډوله.
عمران خان په مکرر ډول د امریکا په مشرۍ، له ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان پر ګډون انتقاد کړی دی.
هغه ویلي چې د ترورېزم پر ضد د امریکا په جنګ کې د ګډون پرځای له واشنګټن سره په اړیکو کې اعتدال راوستل غوره ګڼي.
عمران خان د دې ملاتړ هم کوي چې له افراطي ډلو سره د جوړجاړي له لارې د سیمې امنیت ښه شي.
له دې امله پر عمران خان ډېر انتقادونه وشول او تور ورباندې ولګېد چې د افراطي وسله والو په وړاندې نرم دریځ لري.
خو د امریکا په تحقیقاتي مرکز، ولسن سنټر کې د جنوبي اسیا د چارو څارونکې، هما یوسف، پرون، چهارشنبه د «زمري۳۱» د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې عمران خان لږترلږه له افغانستان سره د باور فضا د رامنځته کولو موقع لري.
فرانس پرېس خبري اژانس، د افغانستان د ولسمشر، محمد اشرف غني د دریځ یادونه کړې چې له وسله والو ډلو سره په مذاکرو او د خبرو له لارې دجګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي.
هما یوسف ویلي چې عمران خان نوې سیاسي څېره او معتبر ږغ دی.
خو هغې د پاکستان او امریکا د سړو اړیکو په اړه ویلي چې ښايي د عمران خان تر مشرۍ لاندې، د پاکستان حکومت د زړې پالیسۍ له مخې، د امریکا پرځای د چین پر لور خپل تمایل جاري وساتي.
عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، د خپل نوي حکومت د بهرني سیاست په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو په وروستۍ وینا کې يې دې ته اشاره وکړه چې په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو جوړولو ته لېوال دی.