د پاکستان پارلمان غړیو د دې هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان نوی صدراعظم وټاکه.
د پاکستان د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره نن په پارلمان کې دننه ټاکنې وشوې چې په نتیجه کې یې عمران خپل سیال شهباز شریف ته ماتې ورکړه او د پاکستان د پارلماني تاریخ ۲۲م صدراعظم شو.
د راپورونو له مخې، عمران خان په ټاکنو کې ۱۷۶ او سیال یې شهباز شریف یواخې ۹۶ رایې وګټلې.
په پاکستان کې د تېرې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په ټولټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ وګټلې، خو اکثریت یې ترلاسه نه شو کړای.
که څه هم د تحریک انصاف ګوند د پاکستان په عمومي ټاکنو کې ۱۱۶ څوکۍ ګټلې وې او د صدراعظم لپاره ورته د ۱۷۲ څوکیو ضرورت و،خو بیا وروسته ورسره په پارلمان کې د ځینو نورو ګوندونو او یو شمېر خپلواکو کاندیداتو اېتلاف وکړ.
که څه هم د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو، لکه مسلم لیګ ن، پیپلز، عوامي نېشنل او جمیعت علماء اسلام ګوندڅو ورځې وړاندې په یوې غونډه کې په پارلمان کې د عمران خان په مقابل کې د ګډ کاندید په درولو سلا شول، خو د پاکستان پیپلز ګوند غړیو نن د صدرعظم په ټاکنو کې شهباز شریف ته رایه ورنه کړه.
د پاکستان د پارلمان نویو منتخب شویو غړیو د تیرې دوشنبې په ورځ سوګند پورته کړ چې ورسره سم د پارلمان د مشر او د نوي صدراعظم د ټاکنې نېټې هم اعلان شوې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ۱۵ دورې د پارلمان غړیو په پارلمان کې دننه ددې ادارې د مشر لپاره ټاکنې وکړې چې په نتیجه کې یې د تحریک انصاف ګوند کاندید اسد قیصر خپل سیال خورشید شاه ته چې د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو په ګډه کاندید کړی و، ماتې ورکړه او د پارلمان مشر شو.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان نوی ټاکل شوی صدراعظم عمران خان به سبا (شنبه)په رسمي ډول د پاکستان د ولسمشر په ماڼۍ کې د صدراعظمۍ سوګند پورته کړي.