د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

د پاکستان د پارلمان نویو منتخب شویو غړو لوړه وکړه


د پاکستان په ټولټاکنو کې د دې هېواد د مرکزي اسامبلۍ یا پارلمان لپاره نویو منتخب شویو غړیو سوګند وکړ.

د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق د دوشنبې په ورځ له نویو ټاکل شویو غړو سوګند واخیست او ټاکل شوې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د دغه پارلمان د مشر او مرستیال لپاره په پارلمان کې دننه ټاکنې هم ترسره شي.

په سوګند کوونکو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د پاکستان پیپلز ګوند مشران بلاول بوټو زرداري او اصف علي زرداري او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف هم شامل وو.

په پاکستان کې د تېرې میاشتې په ۲۵مه نېټه پارلماني ټولټاکنې وشوې چې په نتیجه کې یې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په‌کې د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې.

د پاکستان د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون د وروستي راپور له مخې، د عمران خان تحریک انصاف ګوند په دغو ټاکنو کې د مرکزي پارلمان لپاره د ۱۵۸ څوکیو په ګټلو لومړی، مسلم لیګ (ن) د ۸۲ څوکیو په ګټلو ۲ او پاکستان پیپلز ګوند د ۵۳ څوکیو په ګټلو ۳ مقام ترلاسه کړی.

د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل ګوند بیا په دغو ټولټاکنو کې د مرکزي پارلمان یوازې ۱ څوکۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې ده چې د اګسټ په ۱۷مه نېټه به په پارلمان کې د پاکستان د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره ټاکنې وشي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ورته عمران خان او د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو ورته په ګډه د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف ټاکلی دی.

د پاکستان د مرکزي پارلمان پر نویو ټاکل شویو غړو سربېره د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلې غړو هم نن سوګند وکړ.

په خېبر پښتونخوا کې هم د عمران خان تحریک انصاف ګوند تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلې وې او د حکومت جوړولو اعلان‌یې کړی و.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې تر ټولټاکنو وروسته ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو دغه ټاکنې له درغلیو ډکې بللي او پوځ، عدلیه او نورې ادارې یې په ټاکنو کې په لاسوهنو او د یوه مشخص ګوند په پلوۍ تورن کړي.

XS
SM
MD
LG