د امریکا متحدایالات وايي، باور لري چې ایران په خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړي دي او د راپورونو له مخې، د کلنيو پوځي تمریناتو وخت یې رامخکې کړی دی.
په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې تر پخوا زیاتې ترینګلې شوي ،امریکايي چارواکي وايي، دوی په دې باور دي چې ایران په عربي خلیج کې پوځي سمندري تمرینات پیل کړي.
یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دې تمریناتو کې له سلو زیاتو سمندري پوځي وسایطو او له هغې ډلې کوچنیو کښتیو ګډون کړی دی.
یوه بل امریکايي چارواکي بیا ویلي چې دا پوځي تمرینات په روانه اوونۍ کې پای ته رسېږي.
تهران د امریکا د هغې پرېکړې له کبله سخت په غوسه شوی دی چې له پیاوړو قدرتونو سره د ایران له اټمي موافقې تر وتلو وروسته یې پر دې هېواد بندیزونه ولګول.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د متحدایالاتو د هغه کمپاین په وړاندې به تسلیم نشي چې غواړي د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ تأیید کړه چې په هرمز تنګي کې چې د بېلابېلو هېوادونو د تېلو وړونکو کښتیو د تګ راتګ لاره ده، د ایران پوځي فعالیتونه زیات شوي دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مخکې ګواښ کړی و چې د هرمز تنګی به بند کړي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه ویاند تورن بیل اوربن د چهارشنبې په ورځ وویل، د امریکا پوځ وضعیت له نېږدې څاري او له خپلو متحدانو سره په ګډه به په سیمه کې د تجارتي کښتیو د تګ راتګ د لارې خوندیتوب یقیني کړي.
یوه بل امریکايي چارواکي هم ویلي، داسې نه ښکاري چې په خلیج کې د ایران پوځي فعالیتونه به د کښتیو تګ راتګ زیانمن کړي.
امریکايي چارواکو چې د نومونو د نه ښودلو په شرط خبرې کړي، ویلي چې داسې ښکاري چې د ایران د پوځي تمریناتو هدف د واشنګټن د فشارونو په وړاندې غبرګون ښودل دي.
متحدایالاتو پر تهران اقتصادي او ډيپلوماتیک فشارونه زیات کړي دي، خو تراوسه یې د تهران په وړاندې له زور څخه کار نه دی اخیستی.
د ولسمشر ډونالد ټرمپ پالېسیو د ایران پر اقتصاد فشار لادمخه زیات کړی دی، خو په عین حال کې د امریکا استخباراتو خبرداری ورکړی چې دا فشارونه ښايي اخر ایرانیان د امریکا پرضد ودروي او په نتیجه کې به د ایران تندلاري مذهبي مشران لا پیاوړي شي.