د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

عمران خان: په افغانستان کې امن د پاکستان لپاره مهم دی


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د دې هېواد په اوسنیو ټولټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ګټلي وايي، له افغانستان سره ښې اړیکي غواړي او هیله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر ورسره پرانیستې پوله ولري.

عمران خان د پاکستان تر عمومي ټولټاکنو وروسته یې د پنجشنبې په ورځ مازیګر په اسلام اباد کې له خپل استوګنځي بني ګاله څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې په اوسنیو ټاکنو کې د خپل ګوند بری اعلان کړ.

په پاکستان کې د چهارشنبې په ورځ عمومي ټولټاکنې وشوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د عمران خان ګوند تحریک انصاف پکې په ملي پارلمان او د پنجاب و خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلیو ډېرې څوکۍ ګټلي دي او ښايي په درېواړو ځایونو کې حکومتونه جوړ کړي.

تر ټولټاکنو وروسته مسلم لیګ «ن» عوامي نېشنل، جمعیت العلماء اسلام او یو شمېر نورو ګوندونو په ټولټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړل او د پایلو د نه منلو اعلان یې وکړ.

عمران خان پخپلې وینا کې په ټولټاکنو کې د درغلیو د تورونو په حواله وویل چې په ټولټاکنو کې د درغلیو د تورونو د پلټلو لپاره ژمن دی او په خبره یې چې په واکمنۍ کې به یې مخالفې سیاسي ډلې د سیاسي غچ ښکار کېږي نه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې ښايي د دې هېواد راتلونکی صدراعظم هم شي، په خپلې دغې وینا کې د پاکستان پر اقتصادي وضعیت، په اوسنیو ټولټاکنو، په پاکستان کې د قانون د برلاسۍ، ددې هېواد د ادارو پر پیاوړتیا او د خپل حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په اړه هم خبرې وکړي.

خان پخپلې وینا د ګاونډي هېواد افغانستان و هندوستان یادونه هم وکړه، له دواړو سره یې د ښو اړیکو یادونه وکړه، د افغانستان ولس یې د نړۍ تر ټولو زیات جنګ ځپلی ولس وباله، په افغانستان کې یې سوله د پاکستان لپاره مهمه وبلله او د افغانستان د سولې په لړ کې یې د هر ډول هڅو یادونه وکړه.

نوموړي همداشان وویل چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې په څېر د پرانېستو پولو غوښتونکی دی:

عمران خان
عمران خان

"د افغانستان خلکو ته د امن ضرورت دی او تر هغه وروسته چې کوم ملک په افغانستان کې امن غواړي، هغه پاکستان دی، که په افغانستان کې امن وي، پاکستان به هم امن وي. زموږ د حکومت به پوره هڅه وي، چې پّ افغانستان کې د امن لپاره هر ډول هڅې وکړي. موږ آن دا غواړو چې له افغانستان سره داسې اړیکي ولرو چې زموږ د اروپايي ټولنې په څېر پولې پرانېستې وي."

نوموړي پخپلې وینا کې د امریکا یادونه هم وکړه او ویې ویل، له امریکا سره داسې اړیکي غواړو چې د دواړو هېوادونو لپاره مفیدې وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر په داسېحال کې له افغانستان سره د پرانېستې پولې لرلو هیله ښودلې، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې له افغانستان سره پر ډیورنډ لاېن کرښه اغزن تار لګول پیل کړي او تر دې دمه د لسګونه کیلومټره اغزن تار لګولو خبر ورکوي.

د یادونې وړ ده چې عمران خان د روان کال تر ټولټاکنو مخکې په ۲۰۱۳مېلادي کال کې هم په خیبر پښتونخوا کې د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ ګټلې وې او په دغه صوبه کې یې د پاکستان جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG