ټاکل شوې چې نن پنجشنبه په پاکستان کې د پرونیو پارلماني انتخاباتو ابتدايي پایلې څرګندې شي.
دا د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې دوهم وار دی چې یو ملکي حکومت خپله قانوني دوره بشپړوي او سیاسي واکمني به د عمومي انتخاباتو له لارې بل ملکي حکومت ته وسپاري.
په پاکستان کې د رأیو مرکزونه پرون د سهار په اتو بجو پرانیستل او د ماښام په شپږ بجو وتړل شول.
یو شمېر سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې وه چې د رأی ورکولو وخت یو ساعت تمدید شي، خو د انتخاباتو چارواکو يې غوښتنه رد کړه.
د راپورونو په حواله، په ښاري سیمو کې د خلکو ستر کتارونه انتخاباتي مرکزونو ته ولاړ ول او په دې پروسه کې یې تود ګډون وکړ.
په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۸۵ زره انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شوي ول.
په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
په پرونیو ټاکنو کې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته له بلوچستان، پنجاپ، خېبر پښتونخوا او سند ایالتونو څخه ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي ول.
د پاکستان د ملي اسامبلې ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ د غیر مسلمانو اقلیتونو لپاره ځانګړې شوې دي.
په ښاري سیمو کې د خلکو ستر کتارونه انتخاباتي مرکزونو ته ولاړ ول او په دې پروسه کې یې تود ګډون وکړ.
په نظر پوښتنو کې څرګنده شوې چې د عمران خان ګوند، تحریک انصاف پاکستان او د نواز شریف ګوند، مسلم لیګ نواز په دې سیالۍ کې ډېر سره نږدې دي.
د پاکستان پيپلز پارټي یا د پاکستان د خلکو ګوند په درېیم ځای کې بلل شوی چې بلاول بوټو زرداري یې له مخکښو کاندیدانو دی.
د زیاتو څارونکو په باور، که چېرې له دوو مخکښو ګوندونو یو هم مطلق اکثریت ونهګټي، پاکستان پيپلز پارټي به د یوه ائتلافي حکومت په تشکیل کې اساسي رول ولوبوي.
- په پاکستان کې پروني انتخابات په وینو ولړل شول
په کوټه کې پرون د یوه انتخاباتي مرکز په وړاندې په چاودنه کې لسګونه کسان ووژل او زخمیان شول.
په وروستیو څو اوونیو کې په پاکستان کې پر سیاسي فعالانو، انتخاباتي کمپاینونو او کاندیدانو پرلهپسې خونړۍ حملې وشوې.
په چاودنو او حملو کې د څو مخکښو کاندیدانو په ګډون، سلګونه کسان ووژل او زخمیان شول.