د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي، کنه پښېمانه به شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د خپل هېواد پر ضد د امریکا د تګلارې له امله جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی دی.
روحاني د یکشنبې په ورځ په تهران کې د ایراني ډیپلوماتانو یوې غونډې ته وویل، امریکا باید پوه شي چې له ایران سره سوله د ټولو سولو مور او له ایران سره جګړه د ټولو جنګونو مور ده.
ایراني مشر خپل امریکايي سیال ته خبرداری ورکړ چې د ده په خبره، د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي کنه پښېمانه به شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او پر تهران يې نور سخت بندیزونه ولګول.
ایران د متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه وغندله.
حسن روحاني پر ایران د امریکا د فشارونو په اړه وویل چې دې ګواښونو مونږ تر بل هر وخت زیات له یو بل سره نېږدې کړي یوو او د نوموړي په خبره، یقیناً مونږ به امریکا ته ماته ورکړو.
د ایران ولسمشر پر متحده ایالاتو تور پورې کړ چې د ایران د اسلامي نظام د کمزوري کولو او له منځه وړلو هڅې کوي.
حسن روحاني ویلي دي چې امریکا د ایران د ولس پر ضد جګړه اعلان کړي ده او بیا ادعا کوي چې له ایرانیانو ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون، امریکايي چارواکي وايي، د ازادۍ لپاره د ایران له ولسه ملاتړ کوي.
ښاغلي پومپیو له امریکا غږ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې پر ایران د فشارونو هدف د دغه هېواد په چلند کې بدلون راوستل دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې له ایران څخه ۱۲ غوښتنې کړې دي چې د یورانیمو د غني کولو درول او د حزب الله په شان ترورېستي ډلو څخه د ملاتړ بندول په کې شامل دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ په تهران کې خبرداری ورکړ چې که امریکا د ایران د تېلو د صاداراتو پر ضد ګام واخلي، هېواد به يې له فارس خلیج څخه د تېلو د انتقال مخه ونیسي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم د روحاني له دې خبرې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې که د ایران تېل نه صادرېږي، د بل هېواد به هم نه صادرېږي.