د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

د عدالت نړیواله محکمه: ایران د امریکا پر خلاف شکایت ثبت کړی


«ICJ»  یا د عدالت لپاره نړیواله محکمه
«ICJ»  یا د عدالت لپاره نړیواله محکمه

د عدالت نړیوالې محکمې یا «ICJ» تأیید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا د متحدو ایالتونو خلاف پر دې هېواد د بندیزونو د بېرته لګولو له کبله قانوني شکایت ثبت کړی دی.

په دې قانوني دعوه کې چې تهران د عدالت نړیوالې محکمې ته سپارلی ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بیرته د بندیزونو په لګولو سره د تهران او د امریکا په شمول د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ له لاسلیک شوې اتومي توافق سرغړاوی کړی دی.

( اۍ سي جي ) یا د عدالت لپاره نړیوالې محکمې د سه شنبې په ورځ دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې تایید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل ټویټر ولیکل، له اۍ سي جي سره یې قضیه ثبت کړې څو د امریکا متحدو ایالتونو سره پر ایران ” د یو اړخیزو بندیزونو د غیرې قانونې بیا لګولو په خاطر“ محاسبه وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر زیاته کړې ” د امریکا له خوا ډیپلوماسۍ او خپلو قانوني تعهداتو ته د سپکاوي په وړاندې ایران د قانون حاکمیت ته ژمن دی.“

د جواد ظریف په وینا دا ډیره مهمه ده څو د هغه څه په وړاندې مبارزه وشي چې نوموړې د امریکا له خوا د ”نړیوال قانون ماتول “ بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ایران ادعا بې اساسه ده او واشینګټن نیت لري چې د عدالت په نړیواله محکمه د امریکا له متحدو ایالتونو څخه کلکه دفاع وکړي.

په ۲۰۱۵ م کال کې ایران د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو امریکا، روسیې، فرانسې، چین، جرمنې او بریتانیا سره د خپل اتومي پروګرام د محدودولو توافق لاسلیک کړ، چې په بدل کې یې نړیوالې ټولنې پر دې هیواد د لګیدلو نړیوالو بندیزونو لرې کول ومنل.

که څه هم په دې هیواد د امریکا یو لړ بندیزونه لا هم پر ځای وو، خو د نړیوالو بندیزونو لرې کیدو له ایران سره مرسته وکړه چې خپل تیل او طبیعي ګاز د نړۍ په مارکیټونو کې وپلوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ایران سره شوی تړون له نیمګړتیاو ډک بولي د مې په میاشت کې یې په یو اړخیزه توګه د امریکا متحده ایالات له تړون څخه وویستل او پر دې هیواد یې بیرته د بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

تیره اونۍ د ناټو په سرمشریزه کې ولسمشر ټرمپ وویل” د امریکا متحده ایالات پر ایران بندیزونه زیاتوي. ” په یو خاص وخت کې به دوی ماته ووايي چې راځه! په یو نوي توافق خبرې وکړو. او موږ یوی نوی تړون وکړو.“

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د سه شنبې په ورځ وویل که چیرې ټرمپ غواړي ددې نړیوال تړون څخه له وتلو وروسته خبرې اترې وکړي نو مجبوره دی چې” ددې خبرو غوښتنه دا خپله وکړي“ ځکه د ایران مشرتابه دا مهال د امریکا له متحدو ایالتونو سره هیڅ ډول خبرې کول نه غواړي.

XS
SM
MD
LG