د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د پنجاب پخواني اعلا وزير شهباز شریف ویلي چې د ګوند ملاتړي او مشران به یې حتماً د جولای په ۱۳مه د لاهور هوايي ډګر ته د نواز شریف هرکلي ته ورځي.
د پنجاب پولیسو په لاهور ښار کې شااوخوا ۱۰ زره سرتېري ګمارلي دي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم او د مسلم لېګ (ن) مشر نوازشريف وايي، دی او لور به يې پاکستان ته تر ستنېدو وروسته ګوري چې د محکمې له خوا د ورکړل شوې سزا پر وړاندې څنګه پر مخ ولاړ شي.
د پنجشنبې په ورځ د مسلم ليګ (ن) ګوند يوه غړي سناتور مشاهد حسېن پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د دغه ګوند د غړو پراخه ځپنه پيل کړې او سلګونو کسان يې توقيف کړي دي.
د نواز شريف ورور او د مسلم لیګ (ن) ګوند اوسني مشر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ په لاهور کې خبریالانو ته په وینا کې د پنجاب پر حکومت انتقاد وکړ او تور یې پورې کړ چې نه یوازې یې د ګوند انتخاباتي کمپاين مخې ته خنډونه دروي، بلکې د ګوند سلګونو غړي یې هم نیولي دي.
د جولای په شپږمه د احتساب عدالت په نوم محکمې د درغليو په يوه قضیه کې نوازشریف ته لس او مريم نواز ته ۷ کاله قېد سزا واوروله.
نوازشريف د جولای په لسمه په لندن کې خبريالانو ته وويل چې له زندانه نه ويرېږي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله لیکلي چې احتساب ادارې د مريم نواز او نواز شريف د نيولو امر اخيستی او هغوی به لاهور ته تر رسېدو وروسته له هوايي ډګر څخه توقيف کېږي.
د پاکستان په سیاسي تاریخ کې د بېلابېلو ملتپالو او جمهوري ګوندونو مشران یا خو د دولتي ادارو او یا د غیر دولتي وسله والو او سختدریځو ډلو له خوا په نښه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د ځانمرګي برید د پلټنو لپاره یوه پنځه کسیزه ډله جوړه کړې ده.
د چارشنبې په شپه په یکه توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند په یوه غونډه کې په ترهګریز برید کې د ګوند د یوه مشر هارون بلور په ګډون، ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شول.
د دې برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) منلی.
د یادونې وړ ده چې عوامي نېشنل ګوند د پېښې وروسته د درېیو ورځو د ویر اعلان کړی دی او خپلې انتخاباتي هلې ځلې يې درولې دي.