د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د یوه ایراني ډيپلوماټ د توقیف په وړاندې په اعتراض کې، په تهران کې د فرانسې او بیلجیم سفیران او د جرمني شارژدافیر احضار کړي دي.
په اتریش کې د ایران د سفارت قونسول، اسدالله اسدي، د اروپايي اتحادیې د قوانینو له مخې، د جولای پر لومړۍ نېټه ونیول شو.
په اروپايي اتحادیه کې پر اسدي تور لګېدلی چې د "ایران د مقاومت ملي شورا" د غړو په غونډه کې چې په پاریس کې جوړه شوې وه د بمي چاودنې په پلان کې شامل و.
د اتریش حکومت ویلي، اسدي ښايي د لګېدلي تور له امله، له ډیپلوماټیک مصونیته محروم شي.
په اتریش کې د ایران د سفارت قونسول، اسدالله اسدي تر هغه وروسته ونیول شو چې د بلجیم پولیسو د یوې ښځې او یوه نارینه چې ګومان کېږي په خټه ایرانیان دي، په موټر کې د چاودېدونکو موادو د نیولو خبر ورکړ.
داسدالله اسدي د نیول کېدو مسئله پرون چهارشنبه د اتریش د صدراعظم او د ایران د ولسمشر په کتنه کې هم یاده شوې ده.
حسن روحاني پرون په ویانا کې د اتریش له صدراعظم، سبستیان کورتس سره وکتل.
کورتس پرون په ویانا کې له روحاني سره ترخبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د ایران له ولسمشره یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
سبستیان کورتس وویل:
"د ایران له ولسمشره د وضاحت ورکولو په برخه کې د همکارۍ له امله مننه کوي او هیله یې څرګنده کړه چې تهران به په اروپايي اتحادیه کې د اسدالله اسدي د فعالیت په اړه بشپړ وضاحت ورکړي."
د ایران ولسمشر، په ویاناکې په پرونۍ خبري غونډه کې، په دې اړه خبرې ونه کړې.
خو تهران په مسئله کې دخالت رد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لانجه کې د "مجاهدین خلک ایران" ډله چې په فرانسه کې فعالیت کوي او د ایران له اسلامي جمهوريت سره مخالف دریځ لري، لاس لري.
په تهران کې د اروپايي ډيپلوماټانو تر احضار وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې اسد الله اسدي په دې مسئله کې لاس نه لري او د ډيپلوماټیک مصئونیت د اصل پر اساس باید، له توقیفه خوشې شي.
خو د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې د نیول شوي ایراني ډيپلوماټ په مسئله کې جدي چلند وکړي ځکه د نتانیاهو په وینا، دا څرګندوي چې ایران په اروپا کې د ترورېزم د خپرولو هڅې کوي.