د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

امریکايي بې پیلوټه الوتکو پاکستان کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانان ووژل


د پاکستان او افغانستان چارواکي وایي، د بې پیلوټه امریکایي الوتکو په برید کې د یاغیانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي.

اسوشیټېډ پریس اژانس د پاکستان د دوو استخباراتي چارواکو په وینا چې د نومونو له اخېستو یې ډډه کوله، وایي، قاري عبدالله داوړ له خپل ملګري سره د چهارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د تورتنګي په سیمه کې بې پیلوټه الوتکي وویشت.

د دې چارواکو په وینا قاري داوړ د ګل بهادر د ډلې و چې د افغانستان په خاوره کې یې عملیات کول.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت په کونړ کې د یاغیانو د یوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکوي.

دا قوماندان هم بې پیلوټه الوتکې ویشتلی او کابل وایي چې دی په پاکستان کې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو په خاطر تر څارنې لاندې و.

یو شمېر پاکستاني طالبان
یو شمېر پاکستاني طالبان

افغان چارواکو د دې کس په اړه نور معلومات نه‎دي ورکړي، خو پاکستاني رسنیو ویلي دي چې عمر رحمان فاتح د سې شنبې په ورځ بې پيلوټه الوتکې هغه مهال وویشت چې یاغیانو غونډه کوله.

د پاکستاني رسنیو په باور، عمر رحمان فاتح د پاکستاني طالبانو په منځ کې هغه څوک و چې د بمونو د جوړېدو متخصص و.

تېره میاشت هم بې پیلوټه الوتکې په کونړ کې د پاکستان د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله د دې ډلې له یو شمېر نورو مهمو کسانو سره په نښه کړ او ویې واژه.

ملا فضل الله
ملا فضل الله

تحریک طالبان پاکستان ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي په برید کې تورنه ده چې د یوسل او څلور دیرش ماشومانو په ګډون په‎کې تر یونیم سل ډېر کسان ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي په برید کې تورنه ده چې د یوسل او څلور دیرش ماشومانو په ګډون په‎کې تر یونیم سل ډېر کسان ووژل شول.

د امریکا متحد ایالتونه بیا تحریک طالبان پاکستان تورنوي چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د نیویارک ښار په ټایم سکویر سیمه کې د موټر بم چاودنې هڅه کړې وه.

واشنګټن د سږکال د مارچ په میاشت کې د ملا فضل الله پر سر د اطلاعاتو په خاطر پنځه میلیونه ډالر جایزه ایښې وه.

د امریکا متحد ایالتونه وایي، تحریک طالبان پاکستان له القاعده سره نېژدې ډله ده چې فیصل شهزاد ته یې د چاودیدونکو موادو روزونه ورکړې وه، دی هغه څوک دی چې په ټایمز سکویر کې یې د موټربم چاودنې نیت درلود.

XS
SM
MD
LG