د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

له پاکستان نه د خبريالانو د خونديتوب کمېټې غوښتنه!


د خبريالانو د خونديتوب کمېټې يا «CPJ» د پاکستان له حکومته غوښتي چې خبریالانو ته داسې فضا رامنځته کړي چې هغوی پرته له بېرې خپل کار وکړي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې دا غوښتنه د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د پاکستان د عمومي انتخاباتو په درشل کې کړې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د پاکستان موقت صدراعظم ناصر الملک ته په ليک کې ليکلي:

"د دې لپاره چې بايد ډاډ تر لاسه شي چې دا انتخابات په شفافه او عادلانه توګه تر سره شي، رسنيو ته بايد داسي فضار رامنځته شي چې پاکستانيان د خپل هېواد د اساسي قانون پر اساس په بشپړه توګه معلوماتو ته لاسرسی ولري."

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئیس جویل سيمون په دغه لیک کې لیکلي، په تېرو څو میاشتو کې تر اندېښمنونکو پېښو وروسته چې د ازادو معلوماتو مخه يې نيولې.

داسې انګېرل کېږي چې د دوی هدف خبريالان وو چې بايد چپ شي او له پېښو سم راپور ورنه کړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئیس جویل سيمون
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئیس جویل سيمون

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئیس تېره مياشت د پاکستاني الاصلې برتانيايي خبريالې ګل بخاري د برمته کېدو خبره هم ياده کړې ده.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف ملاتړې او د پاکستاني پوځ منتقده مېرمن بخاري څو موده وروسته بيرته راخوشې شوه.

د پاکستان د پوځ وياند د جون مياشتې په لومړيو کې په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان امنيت ته د متوجه تهديدونو يو ګرافیک چارټ ښکاره کړ چې پکې يو شمېر خبریالان او ټولنيز فعالان ليدل کېدل.

په دغه چارټ کې له يو شمېر عکسونو څخه يو د مطيع الله جان په نوم خبريال هم وو.

مطيع الله جان په وقت ټلوېزيون کې د «اپنا اپنا ګريبان» خپرونې کوربه دی.

ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"ما به د انتخاباتو په درشل کې به مې پر امنيتي ادارو په ټويټر کې انتقادونه کول، په سياسي چارو کې به مې د امنيتي ادارو پر لاسوهنه انتقاد کاوه، زه له همدې کبله په دغه لېست کې شامل کړای شوم، زما په نظر پوځ له ما خپله نارضايتي په دې توګه څرګنده کړه."

د پاکستان صدراعظم ته د خبريالانو د ژغورنې کمېټې په ليک کې راغلي، د رسنيو د ازادۍ او خونديتوب لپاره بايد قانوني تدابير ونيول شي او یا بايد داسي اداره وي چې تضمين کړي چې رسنۍ کولای شي خپل راپورونه او خبري مواد په ازاده توګه خپاره کړي او په چټکۍ سره تحقيق وکړي او هغوی چې د خبريالانو د کار يا خبر خپرولو په برخه کې لاسوهنه کوي يا پر خبريالانو په حملو کې لاس لري، عدالت ته وړاندي شي.​

ښاغلي سيمون لیکلي چې په پاکستان کې د بيرې فضا د رسنيو د قدرت مخه نولې او د انتخاباتو پروسه يې تر سيوري لاندي کړې ده.

د ده په وينا، د بيرې او ترهې فضا د نوي دولت مشروعيت او صلاحيت تر پوښتنه لاندي راولي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو تېره مياشت په يوه اعلاميه کې په پاکستان کې د پنځه ويشتمې د انتخاباتو په درشل کې د پر خپل سرتوقيفونو، په زوره ورکو شويو کسانو د شمېر زياتېدو، د بيان د ازادۍ پر حق او پر سوله يیزو لاريونو حملو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خپلواکو رسنيو انسټيټوټ چې یوه نړيواله څارونکې اداره ده او مرکز يې د ويانا په پلازمېنه اتريش کې دی، هم د پاکستان د پوځ له خوا د خپلواکو رسنيو پر وړاندې د بيرې خپرولو د کمپاين په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

که څه هم د پاکستان پوځ د دغه هېواد په ملکي چارو کې لاسوهنه ردوي، د دې انسټيټوټ په راپور کې راغلي چې د خپلواکو رسنيو مخنیوی دا معنا لري چې په ملکي چارو کې د پاکستان د پوځ لاسوهنه به د خپلواکو رسنيو لپاره ناوړه پايلې ولري.

XS
SM
MD
LG