د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

په ایران کې تېره شپه هم د پولیسو او مظاهره‌چیانو شخړې روانې وې


په ایران کې تېره شپه بیا هم د وړمې ورځې په څېر د پولیسو او مظاهره‌چیانو شخړې روانې وې.

د ایران په جنوب لوېدیځ ابادان او خرمشهر ښارونو کې چې په خوزستان ولایت پورې مربوط دي، خلک د څښاک د اوبو د کمښت او ککړتیا په خاطر مظاهرې کوي.

په مظاهرو کې د خلکو او پولیسو ترمنځ د شخړو راپورونه هم خپاره شوي دي.

که څه هم د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ابادان د تېرې شپې د مظاهره‌چیانو شمېر نه‌دی یاد کړی، خو ویلي یې دي چې پولیسو مظاهره‌چیان سره جلا کړل.

ایرنا ویلي، امنیتي ځواکونو د خلکو هغه تجمع ماته کړه چې له اوامرو یې سرغړونه کوله.

ایرنا دا هم ویلي چې خلکو پولیس په ډبرو ویشتل او موټر یې سوځولي.

د خوزستان په ښارونو کې د څښاک د اوبو کمښت له څلورو ورځو راهیسې د خلکو مظاهرې پارولې دي.

که څه هم په بېګانۍ مظاهره کې چې په ابادان کې شوې ده، د چا د ژوبلېدو راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو له ابادان شااوخوا ۱۲ کېلو متره لیرې په خرمشهر کې هم وړمه ورځ د اوبو په کمښت خلک پارېدلي وو او مظاهرې یې وکړې.

د دوی او پولیسو ترمنځ شخړې وې چې ناڅاپه د یوه ناپېژانده کس له‌خوا د ټوپک ډزې وشوې او ۱۱ کسان ټپیان شول.

په ټپیانو کې ۱۰ پولیس او یو مظاهره‌چي شامل دي.

په خوزستان کې د ایران د تېلو غني زېرمې موجودې دي.

دا ولایت له عراق سره پر پوله پروت دی او اوسېدونکي یې اکثر عرب توکمي ایرانیان دي چې د ایران له تبعیضي چلنده شکایت کوي.

په خوزستان کې په ۱۹۸۰ کلونو کې د ایران او عراق اته کلنې جګړې وشوې چې خلک‌یې وځپل او له ډېرو کلونو راهیسې د اوبو د ککړتیا او وچکالۍ ستونزې لري.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG