ایران د محمد رضا ثلاث په نوم یو وګړی چې د درېیو پولیسو د وژلو په جرم زنداني شوی و، نن دوشنبه اعدام کړ.
د ایران د قضا پر رسمي وېبپاڼه لیکل شوي چې محمد رضا ثلاث نن سهار وختي اعدام شو.
د عفوې نړیوال سازمان پر دې اعدام سخته خواشیني څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو د څارنې او ملاتړ دې سازمان پر ټویټر لیکلي چې د ایران له حکومته غوښتنه شوې وه چې پر محمد رضا ثلاث د اعدام حکم دې لغوه کړي.
ثلاث په ایران کې د مارچ په میاشت کې د درېیو پولیسو د قتل په جرم په اعدام محکوم شو.
خو د عفوې نړیوال سازمان د هغه محاکمه په بېساري ډول غیر منصفانه بللې وه.
محمد ثلاث په مارچ میاشت کې پهدې تور نیول شوی و چې د ګنابادي دروېشانو یا صوفیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د شخړې پر مهاليې، په عمدي ډول درې پولیس په موټر وهلي او وژلي یې دي.
محمد رضا ثلاث، د ایران له ګنابادي دروېشانو یا صوفیانو و چې د صوفیانو د طریقې له معتبرو څانګو ګڼل کېږي.
په تهران کې د نعمتالله ګنابادي د طریقې پيروانو د مارچ په میاشت کې د خپلو ملګرو د نیول کېدو پر ضد اعتراض کړی و، خو پولیسو هغوی وځپل.
هغوی ته دا اندېښنه هم پېدا شوې وه چې د ایران پولیس ښايي، د دې طریقې د ۹۰ کلن مشر د نیولو پلان لري، خو چارواکو ډاډ ورکړی و چې داسې کار نهکوي.
د روان کال د مارچ په میاشت کې د تهران د پاسداران په منطقه کې د دې طریقې د پيروانو و او پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې یو شمېر کسان زخمیان شوي هم وو.
د عفوې په نړیوال سازمان کې د منځني ختیځ او د افریقا د شمال د چارو ځانګړي رپورټر، فیلیپ لوتهر پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې ایراني چارواکو د حکم په جاري کولو کې بیړه کړې او له دې املهیې د محمد رضا ثلاث ټول حقوق تر پښو لاندې کړي دي.
د فیلیپ لوتهر په وینا، محمد رضا ثلاث ته د محاکمې پر مهال یا تر هغه مخکې مدافع وکیل نهو ټاکل شوی او همداراز، د هغو عیني شاهدانو بیان هم په پام کې نهدی نیول شوی چې ثابتولای یې شوی چې د درېیو پولیسو د وژل کېدو پر وخت، محد رضا ثلاث د امنیتي ځواکونو په توقیف کې و.
د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، محمد رضا ثلاث په محکمه کې د بېګناهۍ ادعا کړې وه او ویلي یې و چې پولیسیې په عمدي ډول نهدي وژلي.
په ایران کې پر صوفيزم یا صوفیانو قانوني بندیز نهشته.
خو د بشري حقونو د څارنې ډلې د ایران پر حکومت تور لګوي چې د دې طریقې د پیروانو د ځورولو او د هغوی د تعقیب او څارنې هڅې کوي.
ګنابادیان په ایران کې د صوفیانو تر ټولو لویه طریقه ده.
د بشري حقونو د څارنې نړیوالو سازمانونو د ایران پر حکومت په مکرر ډول غږ کړی چې پر مجرمینو د اعدام حکم بند کړي.
خو ایران په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې هر کال ډېر وګړي اعداموي.