د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۵

د بخښنې نړیوال سازمان: ایران دې فوراً د محمد ثلاث اعدام ودروي


د بخښنې نړیوال سازمان د یوې صوفي ډلې د غړي محمد ثلاث د ژر پېښېدونکي اعدام په اړه ایران ته ګواښ کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې ایراني چارواکي باید فوراً د ۵۱ کلن محمد ثلاث ژر پېښېدونکی اعدام ودروي او د مرګ له سزا یې تېر شي.

دې سازمان پرون یکشنبه په یوه بیان کې ویلي نړیواله ټولنه باید د محمد ثلاث د اعدام د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه ونه‌سپموي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان د تحقیق او مرستې رسونې رئیس فیلیپ لوتهر ویلي، که ایراني چارواکي دا اعدام اجرا کړي، یوه لویه بې‌عدالتي به‌یې ترسره کړي وي.

فیلیپ لوتهر
فیلیپ لوتهر

د ایران قضائیه قوې د دې لپاره په محمد ثلاث د اعدام حکم صادر کړی چې په خبره‌یې د فبرورۍ په میاشت کې یې د صوفیانو د یوې ډلې او د پولیسو ترمنځ د فزیکې شخړې پر مهال پولیس په موټر وهلي او د هغوی درې تنه‌یې وژلي دي.

محمد ثلاث بیا په مارچ کې د محاکمې پر مهال ویلي و چې قصداً یې دا پولیس نه‎دي وژلي.

د صوفیانو دا ډله د ګنبدي دروېشانو په نوم پېژندل کېږي چې پولیسو په تهران کې ورسره شخړه کړې وه.

دوی د خپلو ځینو ملګرو د نیول کېدو او د دې اوازو په غبرګون مظاهره کوله چې ژر به‌یې د طریقې پیر ۹۰ کلن نور علي تابنده ونیول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران قضایي چارواکو د محمد ثلاث کورنۍ زندان ته ورغوښتې وه چې هغه د وروستي ځل لپاره وګوري او دا د دې ښکارندويي کوي چې هغه به په څو ساعتونو کې که نه‎وي په څو ورځو کې اعدام کړي.

اخوا د محمد ثلاث لور نرګس ثلاث د ایران د قضائیه قوې تر خبر وروسته د کورنۍ له ځینو نورو غړو سره یوځای د خپل پلار لیدنې ته ورغلې وه.

نرګس ثلاث د ازادې اروپا/ راډیو فردا څانګې ته وویل چې ټول باید د دغه اعدام مخه ونیسي.

نرګس ثلاث وايي:

"له دې قضیې ډېر خپه یو. له ټولو خلکو تمه لرو چې له موږ سره مرسته وکړي او پرېنه‎ږدي چې د پلار وینه مو ناحقه تویه شي. همدا شېبه له زندانه راغلو. له خپل پلار سره مو ولیدل. موږ ۱۵ کسان و یوازې یو ساعت‌یې موږ ته د خبرو وخت راکړ. ډېر یې خبرو ته پرېنه‎ښودو. پلار مې وویل چې ټول پوهېږي زه بې‌ګناه یم او ما بې‎ګناه په دار خېژوي."

د محمد ثلاث مدافع وکیلې زینب طاهري هم ویلي چې ښايي مؤکل‌یې د دوشنبې په ورځ اعدام شي.

امنېسټي انټرنشنل ویلي، د محمد ثلاث په قضیه کې لویه بې‌انصافي روانه ده او دا قضیه د ایران د قضايي سیستم تېروتنې ټولو ته په ډاګه کوي.

ایران له کلونو راهیسې د بېلابېلو قضیو په خاطر ګڼ کسان اعدام کړي چې دې کار د بشري حقونو مدافع ډلې او نړیواله ټولنه سخته په غصه کړې او د ایران په رژیم‌یې تُندې نیوکې کړې دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG