د پاکستان ملي مسلم لیګ ګوند چې امریکا د نړیوالو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړی، د واشنګټن دا پرېکړه نهده منلې او په راتلونکو انتخاباتو کې يې د خپل پراخ ګډون اعلان کړی دی.
ملي مسلم لیګ ګوند وايي، د امریکا لهخوا په نړیوالو ترورېستي ډلو کې شاملول به په هېڅ صورت کې د دې ډلې سیاسي فعالیتونه بند نهکړي.
دې ډلې چې له لشکر طیبه سخت دریځې ډلې سره تړلي حافظ سعید تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، دا اعلان نن پنجشنبه په کراچۍ ښار کې وکړ.
متحده ایالاتو پر حافظ سعید ۱۰ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.
د ملي مسلم لیګ رئیس صفيالله خالد وویل، د امریکا پرېکړه به د دوی د فعالیت مخه ونهنیسي او دوی به په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې له ټول پاکستانه خپل کاندید ودروي.
د پاکستان ملي مسلم لیګ د لشکر طیبه وسلهوالې ډلې د مؤسس حافظ سیعد لهخوا کنټرولېږي.
متحده ایالات او هند لشکر طیبه ډله د هند پر ممبی ښار د ۲۰۰۸ میلادي کال د ترورېستي بریدونو مسؤله ګڼي او واشنګټن دا ډلهیې د نړیوالو ترورېستي ډلو په تور لېست کې شامله کړې ده.
خو حافظ سعید د ممبی ښار له بریدونو سره چې ۱۶۶ کسان پهکې وژل شوي وو، خپل ارتباط ردوي.
که څه هم د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ملي مسلم لیګ ګوند په ټاکنو کې له ګډون منعه کړی دی، خو پاکستاني محکمو د انتخاباتو د کمېسیون دا پرېکړه رد کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره سې شنبه ملي مسلم لیګ د نړیوالو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړ او ټینګار يې کړی دی چې دا ډله که پر ځان هر نوم کېږدي د واشنګټن لپاره یوه خونړۍ ترورېستي ډله ده.
امریکا وايي، د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې یقیني کړي، لشکر طیبه او ورسره تړلې ډلې د خپل نفوذ لپاره له تاوتریخوالي کار نهاخلي.
پاکستان تېر کال د امریکا او ملګرو ملتونو د فشار په نتیجه کې پرېکړه وکړه چې په حافظ سعید پورې تړلې ټولې خیریه مؤسسې وتړي.
خو په خپله حافظ سیعد په پاکستان کې ازاد ګرځي او د دې هېواد په مختلفو سیمو کې غونډې جوړوي چې دې کار له هند او امریکا سره د پاکستان اړیکې کړکېچنې کړې دي.