د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۵

نتانیاهو: منځني ختیځ کې د ایران لاسوهنې به اروپا ته د کډوالو د زیاتېدو لامل شي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړ چې که په منځني ختیځ کې د ایران لاسوهنې بندې نه‎شي، نو ښايي اروپا ته د کډوالو د څپو د زیاتولو باعث شي.

نتانیاهو پرون دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې تور ولګاوه چې تهران غواړي د یمن او سوریې په څېر د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

نتانیاهو زیاته کړه:

"دا مهمه ده چې ایران باید د اټمي وسلو ترلاسه کولو ته پرې نه‎ښودل شي. موږ ژمنه کوو چې دې کار ته اجازه نه‌ورکوو، خو بل خطر دا دی چې ایران پر منځني ختیځ د ولکې هڅه کوي. دا کار په سوریه، یمن او نورو ځایونو کې کوي. په سوریه کې ایران د خپلو هوايي، سمندري او پلیو ځواکونو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. له یو نیم زر کېلو متره لیرې واټنه د اسرائیل د دروازې شاته له دې شوم هدف سره راځي چې حمله وکړي."

نتانیاهو وویل، ایران غواړي په سوریه کې چې اکثر وګړي یې سُني مسلمانان دي خلک شیعه مذهب ته واړوي او زیاته‌یې کړه چې دا کار به په سوریه کې د یوې بلې مذهبي جګړې اور بل کړي او ناوړه عواقب به‌یې اروپا ته د کډوالو د شمېر زیاتېدل وي.

اروپا ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو درې ورځنی سفر تر ډېره له ایران سره د اسرائیل پر اختلافونو متمرکز دی.

خو مېرمن مېرکل په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې اروپا او اسرائیل یو هدف لري او هغه دا چې ایران باید هېڅ‎کله اټمي وسله ترلاسه نه‎کړي.

مېرکل یادونه وکړه چې له نتانیاهو سره دې هدف ته د رسېدو په برخه کې ژور اختلاف لري.

هغې د ایران د اټمي موافقې دفاع وکړه، خو دا خبره‌یې هم ومنله چې له تهران سره په اټمي موافقه کې د ایران د بالیستیک توغندیو د پروګرام او په منځني ختیځ کې د دې هېواد د لاسوهنو د مخنیوي د مواردو زیاتولو ته هم اړتیا لیدل کېږي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل

اغلې مرکل زیاته کړه:

"موږ په‎دې نظر یو چې د ایران د سیمه‎ییز نفوذ پوښتنه په تېره د اسرائیل د امنیت لپاره وېروونکې ده، نو ځکه زموږ نظر دا دی چې د ایران د بالیستیک توغندیو د پروګرام، همداراز په یمن کې د ایران د فعالیتونو او په سوریه کې د ایران د پوځي حضور په برخو کې باید له خپل ټول نفوذه د ډیپلوماتیکو هڅو لپاره کار واخلو. ایران باید د سوریې له هغو سرحدي سیمو په شا شي چې اسرائیلو ته څېرمه پرتې دي."

جرمني فرانسه او بریتانیا له ایران سره د نړۍ د پیاوړو قدرتونو د اټمي موافقې له لاسلیک‎کوونکو څخه دي.

ایران په‎دې موافقه کې منلې چې د نړیوالو بندیزونو د لغوه کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې که په‎دې موافقه کې اصلاحات رانه‎شي، نو متحده ایالات به ترې وباسي، خو جرمني، فرانسه او بریتانیا غواړي دا موافقه وژغوري.

صدراعظم نتانیاهو چې له ډېرې مودې راهیسې له دې موافقې سره مخالفت کوي په پام کې لري چې د خپل اروپايي سفر په دوام کې نن سې شنبه په پاریس کې له ولسمشر امانوئل مکرون او سبا چهارشنبه د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره په لندن کې په‎دې اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG