نړۍ
ناصرالملک د پاکستان د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی
![](https://gdb.rferl.org/891839d8-c747-47f6-962f-7d95426819b8_cx0_cy5_cw0_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان پخوانی قاضيالقضات ناصرالملک د راتلونکو پارلماني انتخاباتو تر ترسره کېدو د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی دی.
ټاکل شوې چې دغه انتخابات د جولای په ۲۵مه ترسره شي.
د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند او اپوزېسیون نن دوشنبه اعلان وکړ چې ملک به تر انتخاباتو پورې د نوي صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.
ټاکل شوې ۶۷ کلن ملک د جون په لومړۍ یوه ورځ وروسته له هغې چې اوسنی پارلمان لغوه کېږي او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي دنده پای ته رسېږي، لوړه وکړي.
هغه د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د پاکستان د قاضيالقضات په توګه دنده ترسره کړې او له هغې مخکې د خېبر پښتونخوا د ایالت ستر قاضي و.
دا د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې درېیم ځل دی چې پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.
له دې مخکې اکثره پارلمانونه د سیاسي شخړو له امله د پوځ لهخوا ړنګ شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تازه څېړنه ښيي چې په جرمني کې د بهرنیو وګړو د شمېر زیاتېدل د جرایمو له لوړېدو سره ارتباط نه لري
![د هغه افغان کډوال موټر چې په مونشن ښار کې یې له دېرشو زیات خلک ټپیان کړل](https://gdb.rferl.org/7a61e434-1352-4b0c-a3ba-08dd4a814ce6_w250_r1_s.jpg)
په جرمني کې د یوه تحقیقاتي مرکز تازه څېړنه ښيي چې په دې هېواد کې د دېره بهرنیانو لویه برخه په عمده جرایمو کې ښکېل نه دي.
د Ifo ایفو انستیتوت له خوا په شوي تحقیق کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پولیسو له خوا د ثبت شویو جنايي پېښو په استناد ویل شوي دي چې په یوه ولسوالۍ کې د بهرنیو وګړو د زیاتېدونکي تناسب او په سیمه کې د شویو جرایمو ترمنځ هېڅ ارتباط نه و.
د دې تحقیق یوه څېړونکي ژان ویکتور علیپور ویلي دي چې د کډوالو په برخه کې هم د جرایمو تناسب په همدې ډول دی.
دا څېړنه د جرمني له عمومي انتخاباتو پنځه ورځې مخکې ترسره کېږي. د کډوالو له خوا د تشدد له پېښو وروسته امنیت د دې انتخاباتو په یوه مهمه موضوع بدل شوی دی.
د دې پېښو په وروستۍ مورد کې په مونشن ښار کې یو افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا په کراچۍ ښار کې پیلېږي
![د چمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/2fed46d6-92aa-4a4c-89ca-3e6e42a3b700_w250_r1_s.jpg)
په پام کې ده د افغانستان په ګډون د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ سبا (د فبروري ۱۹مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شي.
په لومړۍ لوبه کې به کوربه پاکستان د نیوزیلنډ له لوبډلې سره مخامخ شي.
په دې لړۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
په یونان کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت نوی موزیم جوړېږي
![د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/dd8aac2f-49db-4325-4895-08dd4a80b3ca_w250_r1_s.jpg)
یوناني چارواکي پلازمېنې آتن ته نژدې په ساحلي ښار پیرائوس کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت د یوه موزیم د جوړولو خبر ورکوي.
دا موزیم به، چې د یونان تر ټولو لویه فرهنګي پروژه بلل شوې او اروپايي ټولنه یې مالي لګښت ورکوي، راتلونکی کال پرانیستل شي.
په دې موزیم کې به د یونان ۲۵۰۰ تاریخي آثار چې د سمندر له تل څخه ترلاسه شوي دي، نندارې ته وړاندې شي.
پیرائوس په لرغونو زمانو کې د آتن اصلي بندر و، او د دې ښار کشتیو به له دې ځایه د مدیترانې سمندرګي بېلابېلو برخو ته سفرونه کول.
ترکیې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ۲۸۲ کسان نیولي دي
![د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/1edd0d41-a642-4b47-b4c3-08dd4a80fec4_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې پولیسو د کردستان د کارګرانو له ممنوع ګوند پي کې کې PKK سره د اړیکو په لرلو مشکوک ۲۸۲ کسان نیولي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې د تېرو پنځو ورځو په عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، سیاستوال او محصلان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور د منتخبو ښاروالانو د لیرې کولو لړۍ هم روانه ده. د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر ویلي چې دا کسان PKK ته په تبلیغ، دې ډلې ته د مالي سرچینو او کسانو په راجلبولو او په اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي.
دا ځپونکي اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د PKK او حکومت ترمنځ د څلورو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره هیلې په زیاتېدو دي. څلور میاشتې مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه متحد سیاستوال د PKK له بندیوان مشر عبدالله اوجالان څخه وغوښتل چې خپل وسله وال له جګړو لاس اخیستو ته وهڅوي.
روسیې یو امریکایی زنداني له بنده خوشې کړ
![امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې](https://gdb.rferl.org/c1d4f01c-0190-4e89-b4b8-08dd4a80fec4_w250_r1_s.jpg)
د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو په درشل کې روسیې امریکایي وګړی کالوب وېن بایرز له بنده خوشې کړ. ۲۸ کلن بایرز د روان کال د فبروري په ۷مه د چرسو د ډېرې لږې اندازې د لرلو په تور په مسکو کې نیول شوی و.
د امریکايي او روسي رسنیو د راپورونو له مخې بایرز د متحدوایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې بېګا د روسي چارواکو له خوا خوشې شو.
دا اقدام څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ریاض کې خبرې پیل شي.
د روسیې او امریکا پلاوو د اوکراین د جګړې په اړه په ریاض کې خبرې پیل کړې
![ریاض، د فبروري ۱۸مه- د امریکا او روسیې پلاوي او سعودي کوربانه](https://gdb.rferl.org/03d6ebf1-05fa-48b1-9df1-68fcb308ceb3_w250_r1_s.jpg)
د روسیې او متحدوایالتونو جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.
د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سیرګي لاوروف په مشرۍ پلاوو نن په ریاض کې سره وکتل. د دې خبرو هدف د متحدوایالتونو او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین د سرمشریزې لپاره د لارې اوارول دي.
اوکرایني چارواکي به په دې خبرو کې ګډون ونه لري او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل چې هېواد به یې د دې خبرو نتایج ونه مني.
ولسمشر ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې ده او ښاغلي پوتین موافقه کړې چې دا جګړه به ژترژره د خبرو له لارې پای ته رسوي.
مصر وايي فلسطین کې درې امن سیمې رامنځته کوي او بیا د غزې په ودانولو کار پیلوي
![د ورانې شوې غزې یوه څنډه](https://gdb.rferl.org/ec180f69-a79f-4384-b0be-08dd4a80fec4_w250_r1_s.jpg)
مصر د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره یوه بدیله تګلاره وړاندې کوي چې په اساس یې فلسطینیان اړ نه دي غزه پرېږدي. دا تګلاره داسې وخت جوړیږي چې عربي هېوادونه هڅه کوي له غزې تړانګې د فلسطینیانو د ایستلو د تګلارې په وړاندې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مطرح کړې ودریږي.
د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور په اساس د فلسطین خاورې دننه به دری امن سیمې رامنځته کېږي چې د غزې اوسیدونکي به پکې مېشت شي او ورسره به د مصر او نړۍ ودانیز شرکتونه د غزې د ورانو شویو سیمو په بیا رغونې پيل کوي.
په فلسطین کې به دا دری سیمې په شپږو میاشتو کې جوړې او موقتې سرپناوې به د خلکو لپاره ترتیب شي.
مصري چارواکو ویلي چې قاهره د دې پلان په خاطر د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره په تماس کې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له صدراعظم سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د فبروري په څلورمه وویل چې امریکا دې د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.
هغه وویل امریکا به دا سیمه ورغوي او فلسطینیان به د تل لپاره په نورو عرب هېوادونو کې مېشت شي. د ټرمپ له دغه پروګرام سره د عرب نړۍ هېوادونو، فلسطینیانو او ځینو لویدیځو هېوادونو کلک مخالفت څرګند کړ.
په کاناډا کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال اوښتې او لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې ټپیان شوي
![ټورنټو کې د چپه شوې الوتکې انځور](https://gdb.rferl.org/c879af52-90e7-4635-aef5-09f4b949b244_w250_r1_s.jpg)
دا الوتکه د امریکا له مینه سوتا ایالته الوتې وه او د تورنتو پیرسون هوايي ډګر ته د رسېدو سره سم واوښته. په الوتکه کې شاوخوا اتیا کسان ناست وو.
له ډلې یې ۱۷ تنه ټپيان دي.
له ټپیانو د یو ماشوم او دوو زړو کسانو وضعیت نازک دی.
په تورنتو کې د دې پېښې پر مهال سخته واوه اورېده او په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ژغورونکي د خلکو په ایستلو او د الوتکې د اور اخیستو د مخنیوي په هڅه کې دي.
د بشري حقونو د موسسو راپور: اروپايي اتحادیې یوسلو ۲۰ زره پناه غوښتونکي شړلي
![](https://gdb.rferl.org/b8f1a919-4bef-4633-9a60-41dd833a419e_w250_r1_s.jpg)
په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۴ کې له خپلو پولو تر یوسلو ۲۰ زره ډېر پناه غوښتونکي بیرته شړلي دي.
راپور وايي، په اروپا کې د مهاجرو د شړلو پېښې "سیسټماټیکې" شوي دي
د بشري حقونو نهو موسسو په خپل تازه راپور کې، چې پرون خپور شو، ویلي چې په اروپا کې د مهاجرو د شړلو یا له خپلو پولو څخه د بېرته ایستلو پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي، تر دې چې دا عمل اوس پر یوه منظم سیستم بدل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې له پولو د مهاجرو د شړلو تر یوسلو ۲۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو د موسسو په راپور کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ځواکونو دا کار د دې لپاره کړی چې مهاجر د پناه غوښتنې له پروسې بې برخې کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې د پناه غوښتونکو دا حق د اروپایي اتحادیې او نړیوالو قوانینو له خوا تضمین شوی دی.
راپور زیاتوي چې ډېر ځله پناه غوښتونکي په وهلو – ټکولو شړل شوي او داسي موارد هم ثبت شوي چې هغوی په سمندر کې یا د سړې هوا له امله په ځنګلونو کې مړه شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې دوه پوځیان وژلي
![](https://gdb.rferl.org/3e18cab3-c82d-4bb0-9ed6-8e24552d3958_w250_r1_s.jpg)
د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کلاچي ولسوالۍ په بای پاس سړک کې د امنیتي ځواکونو د موټر په لاره کې د چاودنې له امله دوه پاکستانی پوځیان وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو پرون (دوشنبې) رسنیو ته وویل چې چاودنه د سړک په غاړه د اېښودل بم له امله شوې، چې پکې د امنیتي ځواکونو دوه وسایط په نخښه شوي.
په همدې حال کې ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د دې حملې مسوولیت منلی دی.
تر دې دوه ورځې وړاندې، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.