د سبیکا شېخ جنازه به نن پاکستان ته ورسېږي.
هغه ۱۷ کلنه وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د زدهکوونکو د تبادلې په نړیوال پروګرام «یس» کې امریکا ته تللې وه او د تکزاس ایالت د سانتافې په ښوونځي کې یې زدهکړه کوله.
د تېرې جمعې په ورځ د مې میاشتې په ۱۸مه یو وسلهوال ښوونځي ته ورغی او پر زدهکوونکو یې ډزې وکړې.
په حمله کې د سانتافې ښوونځي اته زدهکوونکي او دوه ښوونکي ووژل شول او ۱۰ تنه نور زخمیان شول.
په وژل شویو زدهکوونکو کې یوه سبیکا شېخ وه.
د شېخ کورنۍ ویلي چې هغې د طیارې ټکټ اخیستی و او غوښتلیې چې د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې یعنې اختر ته، کور ته ولاړه شي.
هغې په تکزاس کې کورنۍ یا خپلوان نهدرلودل.
خو په تکزاس کې د مسلمانانو مرکز پرون یکشنبه د هغې جنازه وکړه او اعلانیې وکړ چې هر څوک کولای شي چې د دې ځوانې زدهکوونکې په جنازه کې برخه واخلي.
ویل کېږي چې پرون ډېر خلک، مسلمانان او غیر مسلمانان، د هغې جنازې ته ورغلي وو.
د تکزاس ایالت په مرکز هاسټن کې د مسلمانانو د ټولنې مشر ام جې خان ویلي:
"سبیکا دلته کورنۍ نهدرلوده او نهیې خپلوان شته، خو موږ دلته ټول د هغې خپلوان یوو."
د سبیکا شېخ تابوتیې د پاکستان په بیرغ کې نغښتی و او د جنازې لمونځیې د مسلمانانو د مرکز د امام توقیر شاه تر شا ادا شو.
سبیکا شېخ په تکزاس کې سانتافې ښوونځي ته نږدې له یوې امریکايي کورنۍ سره اوسېده.
د هغې امریکايي کورنۍ پلار جېسن کوګبرن ویلي:
"موږ له سبیکا سره ډېر خوشاله وو، زما ماشومانو له هغې سره روژه هم نیولې وه."
سبیکا شېخ د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکې وه.
د هغې پلار عبدالعزیز شېخ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی لا هم باور نهشي کولای چې لور یې وژل شوې ده.
عبدالعزیز شېخ ویلي:
"عام تصور دا دی او موږ هم فکر کړی و چې په امریکا کې به زما لور مصؤنه وي، خو داسې نهده، ما ته څرګنده شوې چې له جنورۍ میاشتې تر مې میاشتې ۲۲ زدهکوونکي هلته پر ښوونځیو په وسلهوالو حملو کې وژل شوي دي."
د عبدالعزیز شېخ په وینا، د هغه لور غوښتل چې په راتلونکي کې د پاکستان په خارجه وزارت کې کار وکړي.
د هاسټن ښاروالې سلویستر ترنر ویلي:
"سبیکا غوښتل چې ډيپلوماته شي او هغسې وشول، د سبیکا مرګ هم د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول، له تکزاس سره نږدې کړې."
په هاسټن کې چې له سانتافې تقریباً ۵۵ کېلو متره واټن لري، ۶۰ زره وګړي چې په خټه پاکستانیان دي، اوسېږي.
د تکزاس پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې یو ۱۷ کلن ځوان دیمیتریوس پاګورتیسیې په سانتافې کې پر ښوونځي د وسلهوالې حملې په تړاو نیولی او د اولې درجې قتل تور ورباندې لګېدلی دی.
پولیسو وویل چې دیمیتریوس پاګورتیس له ضمانته پرته توقیف شوی دی.
د پولیسو په وینا، که چېرې تورن حمله کوونکی مجرم وپېژندل شي، د مرګ حکم ورباندې کېدلای شي.