د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره خبرې ډېرې ګټورې وبللې او هغهیې وستایلې.
ظریف چې مخکې یې له پیکېنګ او مسکو څخه هم کتنې کړې وې او هڅه کوي چې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا له وتلو وروسته د دغه تړون ګټې خوندي کړي، دغهراز نن د ورځې په وروستیو کې په بروکسل کې د دې تړون د درېیو لاسلیک کوونکو اروپایي هېوادونو، جرمني، فرانسې او د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کوي.
له موګرېني سره د ظریف غونډې یو ساعت دوام وکړ.
هغه له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د ده په باور دواړه لوري پر سم لوري مخ ته ځي تر څو دا مسئله یقیني کړي چې د دغه تړون چې د عمل هر اړخیز ګډ پلان په نوم یادېږي، د پاتې غړو په تېره بیا د ایران ګټې خوندي او هغه تضمین شي.
په دغه نړیوال تړون کې ښکېلو ټولو اروپایي هېوادونو له دې تړونه د واشنګټن له وتلو وروسته هڅې پیل کړي چې هغه وژغوري.
د دغه تړون له مخې تهران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي او نړیوالې ټولنې هم پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لیرې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې په اتمه له دغه تړونه د وتلو اعلان وکړ او ویېویل چې ایران په منځني ختیځ کې له وسلهوالو شخړو په مالي ملاتړ او د بالیسټیک توغندیو د ازمایلو په دوام سره د دغه تړون له ماهیته سرغړونه کړې ده.
ایران دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اټمي پروګرامیې یوازې د سولهییزو هدفونو لپاره دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته تر رسېدو مخکې پرون په مسکو کې له خپل ساري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړې.
ظریف وویل چې روسیې ډاډ ورکړی چې دغه تړون به ساتي.
لاوروف وویل چې د دغه تړون پاتې ټول لاسلیک کوونکي مشروع ګټې لري چې دغه تړون خوندي کړي او د دې لپاره موږ ته پهکار ده چې په ګډه یو د بل د مشروع ګټو دفاع وکړو.
لاوروف نن په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې پر اروپایانو د امریکا د فشارونو یادونه وکړه او ویېویل چې پر هېوادونو واشنګټن فشارونه راوستي چې له ایران سره تجارتي معاملې پای ته ورسوي او نوې ونهکړي.
هغه زیاته کړه،
"زموږ اروپایي همکارانو موږ ته ویلي چې دوی له ایران سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخو کې له امریکا پرته په خپلواکه توګه چارو ته ځان تیاروي او دوی به د تاوانونو د جبران کولو لپاره یو لړ اقدامات وکړي، زموږ ګټې په دې کې نغښتي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه دغه تړون ته متعهد پاتې ټول هېوادونه په ګډه کار وکړي چې هدفونهیې ترلاسه شي."
کرملېن دغهراز وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې وکړې.
د کرملېن په وینا دواړو مشرانو د دغه تړون په اړه پر خپلو ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په پیکېنګ کې له خپل چینایي ساري سره خبرې کړې وې.
ظریف وویل چې ایران غواړي چې د دغه تړون راتلونکې روښانه شي.
هغه زیاته کړه چې دوی هیلهمند دي چې چین او نورو هېوادونو ته د سفرونو په نتیجه کې به وتوانېږي چې د دغه تړون د راتلونکي په اړه یوه هر اړخیزه موافقه ترلاسه کړي.
ظریف ټینګار وکړ چې که دغه تړون دوام کوي، د ایران د خلکو ګټې باید پهکې خوندي شي.
- پخواني معلومات
ایران وروسته له هغې چې امریکا له دې هېواد سره د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي تړونه ووت، هڅې پیل کړي چې د دغه تړون نور لاسلیک کوونکي د دغه اټمي تړون ګټې خوندي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر به نن سې شنبه بروکسل کې د اروپایي ټولنې له مشرانو سره خبرې کوي.
جواد ظریف په دې سفر کې چې هغه مخکې له پیکېنګ او مسکو څخه هم کتنې کړې وې، د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا له وتلو وروسته، د دغه تړون د ساتلو لپاره د نړیوال ملاتړ د جلبولو هڅې کوي.
پر ایران او امریکا سربېره دغه تړون چې د عمل هر اړخیز ګډ پلان په نوم یادېږي، فرانسې، بریتانیا، روسیې، چین او جرمني هم لاسلیک کړی دی.
ظریف به د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني او له خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمني سیالانو سره چې درې واړه هېوادونه د دغه تړون لاسلیک کوونکي دي، خبرې وکړي.
په دغه نړیوال تړون کې ښکېلو ټولو اروپایي هېوادونو له دې تړونه د واشنګټن له وتلو وروسته هڅې پیل کړي چې هغه وژغوري.
د دغه تړون له مخې، تهران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړي او نړیوالې ټولنې هم پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لیرې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې په اتمه له دغه تړونه د وتلو اعلان وکړ او ویېویل چې ایران په منځني ختیځ کې له وسلهوالو شخړو په مالي ملاتړ او د بالیستیک توغندیو د ازمایلو په دوام سره، د دغه تړون له ماهیته سرغړونه کړې ده.
ایران دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اټمي پروګرامیې یوازې د سولهییزو هدفونو لپاره دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته تر رسېدو مخکې پرون په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړې.
ظریف وویل چې روسیې ډاډ ورکړی چې دغه تړون به ساتي.
لاوروف وویل چې د دغه تړون پاتې ټول لاسلیک کوونکي مشروع ګټې لري چې دغه تړون خوندي کړي او د دې لپاره موږ ته پهکار ده چې په ګډه یو د بل د مشروع ګټو دفاع وکړو.
دغهراز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې له مشر یوکیا امانو سره د تورې بحیرې په غاړه په سوچي تفریحي ښارګوټي کې وکتل.
امانو او پوتین د خبریالانو په وړاندې د راڅرګندېدو پر مهال په خپلو څرګندونو کې د ایران د اټمي تړون یادونه ونهکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په پیکېنګ کې له خپل چینایي ساري سره خبرې وکړې.
ظریف وویل چې ایران غواړي چې د دغه تړون راتلونکې روښانه شي.
هغه زیاته کړه چې دوی هیلهمند دي چې چین او نورو هېوادونو ته د سفرونو په نتیجه کې به وتوانېږي چې د دغه تړون د راتلونکي په اړه یوه هر اړخیزه موافقه ترلاسه کړي.
ظریف ټینګار وکړ چې که دغه تړون دوام کوي، د ایران د خلکو ګټې باید پهکې خوندي شي.