د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

په هند او پاکستان کې د نواز شریف د څرګندونو په اړه غبرګونونه!


د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف څرګندونو چې په ممبی کې د ۱۰ کاله مخکې حملو پړه‌یې پر پاکستاني وسله‌والو ډلو واچوله، په هند او پاکستان کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا د پخواني صدراعظم نواز شریف د هغو څرګندونو په وړاندې کلک غبرګون ښودلی چې د هند په ممبی ښار کې د ترورېستي بریدونو پړه‌یې په پاکستان کې پر فعالو وسله‌والو ډلو واچوله.

د پاکستان ځواکمن پوځ د ښاغلي شریف له څرګندونو وروسته د ملي امنیت شورا غونډه چې د پوځ مشران او مهم وزیران ګډون په‌کې کوي، راوبلله څو په دې اړه بحث وکړي او له غونډې وروسته‌یې په یوه بیان کې وویل چې د غونډې ګډونوال د شریف وینا په کلکه ردوي او بې‌مفهومه ادعاوې یې ګڼي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

پاکستاني سیاستوالو بیا دا د هېواد پالنې ضد څرګندونې وبللې.

په پاکستان کې پر پوځ انتقاد او یا د سیمې د هېوادونو په نیابتي جګړو کې د پوځ او استخباراتو د لاس لرلو په اړه خبرې کول سره کرښه یا ممنوع عمل ګڼل کېږي، خو نواز شریف د روانې اوونۍ په پیل کې د انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې له دې کرښې واوښت.

ښاغلي شریف وویل، په پاکستان کې وسله‌والې ډلې یا غیر دولتي لوبغاړي فعال دي او بیا یې پوښتنه وکړه چې ولې باید دې ډلو ته اجازه ورکړل شي چې له سرحده واوړي او په ممبی ښار کې ۱۵۰ کسان ووژني؟

نواز شریف په دې مرکه کې پوښتنه وکړه چې ولې په دې حملو د تورنو کسانو محاکمه نه‌بشپړېږي؟

هندي رسنیو د نواز شریف مرکه د ممبی په حملو کې د پاکستان په لاس لرلو یو اعتراف بللی دی.

د هند په ممبی ښار کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په ترورېستي حملو کې ۱۶۶ کسان ووژل شول او هند او پاکستان د یوې بلې جګړې تر بریده، د یو بل په وړاندې ودرېدل.

د ممبی ښار په تاج محل هوټل کې له وسله‌والو برید کوونکو سره د هند د کمانډو ځواکونو جګړه د نړۍ مهمه پېښه وه او جریان‌یې هغه مهال پر مهمو ټلوېزیوني چینلونو په ژوندۍ بڼه خپور شو.

دې وسله‌والو چې په درنو وسلو سمبال وو، پر پوځیانو او ملکیانو ډزې کولې او درې ورځې یې مقاومت وکړ.

په پاکستان کې دېره لشکر طیبه ډله د دې حملې مسؤله وبلل شوه.

هند له همغه پیله ویل چې داسې شواهد او اسناد لري چې په دې حملو کې د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس لرل ثابتوي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG